اعمالو ۱۲
د فرښتې په لاس د پطروس خلاصون
۱ شاوخوا همدغه وخت هیرودیس پاچا پرهغو ایماندارانو د ظلم لاس واچاوه چې له کلیساګانو سره یې اړیکې درلودې ۲ او د یوحنا ورور یعقوب یې په توره وواژه ۳ او کله یې چې ولیدل یهودیان پرې خوشاله شول نو پردې سربېره پطروس یې هم ونیو او دا د پتېرې د اختر ورځې وې ۴ نو هغه یې ونیو او په زندان کې یې واچاوه او د عسکرو څلورو ډلو ته یې وسپاره چې، په هره ډله کې څلور تنه وو ترڅو د هغۀ سآټنه وکړي او غوښتل یې چې، دفسحې اختر وروسته یې دقام مخې ته راوباسي ۵ نو، پطروس یې په زندان کې ساتلو او کلیسا د خدای په حضورکې د زړه له کومې دهغۀ لپاره دعا کوله ۶ او په کومه شپه چې هېرودیس غوښتل هغه بهر راوباسي، نو پطروس په دوو زنځیرونو تړلی د دوو عسکرو په منځ کې پروت ؤ او ساتونکو د زندان په دروازه کې څوکۍ کوله ۷ ناڅاپه د مالک فرښته هغۀ ته حاضره شوه او په کوټه کې رڼا وځلېده، پطروس یې په څنګ وواهه، را وېښ یې کړ او ورته یې وویل: ژر راپورته شه او هماغه شېبه زنځیرونه د هغۀ له لاسونو څخه ولوېدل ۸ او فرښتې هغۀ ته وویل: خپله ملا وتړه او څپلۍ دې به پښو کړه، هغۀ همداسې وکړل او هغۀ ته یې وویل: چپنه دې واغونده او ما پسې راځه ۹ نو هغۀ پسې روان شو او په دې پوه نه ؤ چې هغه څه فرښته کوي هغه حقیقت دی، خو ګمان یې کاوه چې رؤیا ویني ۱۰ نو د لومړي او دویم قراول څخه تېر شول اوهغې وسپنېزې دروازې ته ورسېدل کومه چې د ښار لوري ته خلاصېدله، هغه دروازه پخپله د هغوی پرمخ خلاصه شوه، له هغې څخه ووتل او د یوې کوڅې تر پایه لاړل او ناڅاپه فرښتې هغه پرېښود ۱۱ بیا پطروس په هوښ کې راغی او دځان سره یې وویل چې اوس زماپوره یقین دی چې مالک خدای خپله فرښته رالېږلې وه او زه یې د هیرودیس او له هغه څه څخه چې یهودو انتظار درلود خلاص کړم ۱۲ او کله چې هغه پوه شو نو د مریمې کور ته راغی چې د یوحنا مور ده او په مرقس مشهور دی او هلته ډېر خلک راټول شوي وو، چې دعا یې کوله ۱۳ کله چې هغۀ دروازه ووهله نو رودا نومي خادمه دروازي ته ورغله ۱۴ او کله یې چې د پطروس غږ واورېد نو له خوښۍ څخه یې ورخلاص نه کړ، دننه یې منده کړه او هغوی یې خبر کړل چې پطروس په دروازه کې ولاړ دی ۱۵ هغې ته یې وویل: ته لیونۍ یې، خو کله چې هغې ټینګار وکړ نو ویې ویل: د هغۀ فرښته به وي ۱۶ خو پطروس پر له پسې دروازه ټکوله او کله چې هغوی دروازه خلاصه کړه نو هغه یې ولید او سخت حېران شول ۱۷ خو هغۀ په لاس سره هغوی ته اشاره وکړه چې غلي شي او ویې ویل چې څه ډول مالک هغۀ ته له زندان څخه خلاصون ورکړ او ویې ویل: یعقوب او ټول ورونه لدې پېښو څخه خبر کړئ، بیا بهر شو او بل ځای ته لاړ ۱۸ او کله چې سهار شونوعسکر پدې سخت خفه وو چې پطروس څه شو؟ ۱۹ او هیرودیس چې کله هغه راوغوښت نو ویې نه موند، له پیره دارانو نه یې پوښتنې وکړې او بیایې د هغوی د وژلو حکم ورکړ، لدې وروسته هیرودیس له یهودیې څخه قیصریې ته لاړ او څه موده هلته پاتې شو.د هیرودیس مړینه
۲۰ هیرودیس د صور او صیدون پر اوسېدونکو په قهر شوی ؤ، نو هغوی په یو زړه هغۀ ته ورغلل، د پاچا ناظر بلاستوس یې له ځان سره کړ او د سولې غوښتنه یې وکړه، ځکه چې د هغوی ټاټوبی د خوراکي توکو لپاره د پاچا هېواد ته محتاج ؤ ۲۱ او په ټاکلې ورځ هیرودیس شاهانه جامې واغوستې، د پاچاهۍ پر تخت کیناست او هغوی ته یې وېنا کوله ۲۲ او خلکو چیغې وهلې چې، دا د انسان غږ نه بلکې د خدای غږ دی ۲۳ سمدلاسه دمالک خدای فرښتې هغه وواهه ځکه چې د خدای ستاینه یې نه کوله، هغه چینجو وخوړ او مړشو ۲۴ خو د خدای کلام وده او پرمختګ وکړ ۲۵ برناباس او ساؤل چې کله هغه خدمت ترسره کړ نو له اورشلیم څخه راستانه شول او یوحنا یې چې په مرقس هم شهرت لري له ځانه سره راوست.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.