بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۱۳

دبرناباس او ساؤل لېږل

۱ د انطاکیې په کلیسا کې نبیان او ښوونکي وو، برناباس، شمعون چې په نیجېر مشهور ؤ، لوکیوس کرېني، مناهین چې ډېره موده د هیرودېس پاچا ملګری ؤ اوساؤل  ۲ کله چې هغوی د مالک عبادت کاوه او روژه یې نیولې وه نو سپېڅلي روح ورته وفرمایل: برناباس او ساؤل د هغه کار لپاره ما ته جلا کړئ، دکوم لپاره چې ما رابللي دي  ۳ نو هماغه شیبه یې روژه ونیوله، دعا یې وکړه، د هغوی پرسرونو یې لاسونه کېښودل او ویې لېږل. 

په قبرص کې د بشارتي خدمتونو لومړې سفر

۴ بیا هغوی د سپېڅلي روح له لوري ولېږل شول او سلوکیې ته لاړل او له هغه ځایه د بحرله لارې قبرص ته راغلل  ۵ او کله چې هغوی سلامېس ته ننوتل نود یهودو په کنیسو کې یې دخدای د کلام وعظ کاوه او یوحنا ورسره مرسته کوله  ۶ او کله چې تر پافُسه په ټوله جزیره کې وګرځېدل نو هلته یې د باریشوع په نوم یو تن یهودي وموند چې کوډګر او دروغژن نبي ؤ  ۷ هغه د والي سرجیوس پولس ملګری ؤ. والي چې پوه سړی ؤ، برناباس او ساؤل یې راوبلل او ویې غوښتل چې د خدای کلام واوري  ۸ خو همدغه جادوګر چې په یونانی کې ورته الیماس وایې، د هغوی مخالفت وکړ او غوښتل یې ترڅو والي له ایمان څخه واړوي  ۹ خو ساؤل چې پولس هم ورته وایي له سپېڅلي روح څخه ډک ؤ، په هغۀ کې یې سترګې ښخې کړې  ۱۰ او ویې ویل: اې د ابلیس زویه او د رېښتینولۍ دښمنه، له فریب او شېطانت نه ډکه! د مالک له نېغې لارې نه له اړولو څخه لاس نه اخلې؟  ۱۱ خو ګوره اوس دمالک لاس پرتا دی ته به ړوند شې او د څه مودې لپاره به لمر ونه وینې، هماغه شېبه پردې او تیارې هغه ونیو، ګیرچاپېره ګرځېده او د مرستې غوښتنه یې کوله  ۱۲ او کله چې والی دا پېښه ولیده نو د مالک له لارښوونې څخه حېران شو او ایمان یې راوړ  ۱۳ بیا پولس او ملګري یې له پافس څخه په بېړۍ کې سپاره شول او پرجې پمفلیې ته راغلل خو یوحنا له هغوی څخه بیل او اورشلیم ته ستون شو  ۱۴ هغوی له پرجې څخه تېر شو او انطاکیې پیسیدیې ته راغلل، د خالي په ورځ کنیسې ته ننوتل او هلته کېناستل  ۱۵ د تورات او نبیانود صحیفو له لوستلو وروسته د کنیسې مشرانو هغوی ته پېغام واستاوه، ویې ویل: اې وروڼو! که د خلکو لپاره د نصیحت کلام لرئ نو ورته یې ووایاست  ۱۶ نو پولس پاڅېد، په خپل لاس یې اشاره وکړه او ویې ویل: اې اسرائیلیانو او له خدای څخه وېرېدونکو! غوږ ونیسئ  ۱۷ د بني اسرائیلو د قام خدای زموږ پلرونه غوره کړل، قام یې سره له بې وطنۍ د مصر په مځکه کې سر لوړې کړ او هغوی یې په لوړ مټ سره له هغه ځایه راوویستل  ۱۸ نږدې څلوېښت کلونه یې په دښته کې د هغوی خوځښتونه زغمل  ۱۹ او په کنعان کې یې د اوو قامونو له بربادولو وروسته هغۀ د هغوی مځکه خپلو خلکو ته په میراث ورکړه  ۲۰ او دا هرڅه شاوخواڅلورسوه او پنځوس کلونو کې وشول او له هغې وروسته یې د سموییل نبي تر زمانې پورې ورته قاضیان وټاکل  ۲۱ او له هغې وخته یې پاچا وغوښته نو خدای ورته ترڅلوېښتو کلونو پورې د بنیامین له قبیلې څخه دساؤل زوی قېس ورکړ  ۲۲ بیا یې هغه له منځ څخه اوچت او داؤد یې را پورته کړ ترڅو د هغوی پاچا شي او دهغۀ په حق کې یې ګواهي ورکړه چې: داؤد بن ېسي مې د خپل زړۀ مطابق سړی وموند چې زما په ټولو غوښتنو به عمل وکړي  ۲۳ او د خپلې ژمنې پربنسټ یې د هغۀ له اولادې څخه د اسرائیلو لپاره یو ژغورونکی یانی عیسی راولېږه  ۲۴ څرنګه چې یحیی له خپل راتګ څخه وړاندې د اسرائیلو ټول قام ته د تعمید وعظ کړی ؤ  ۲۵ او کله چې یحیی خپله دوره پاې ته ورسوله نو ویې ویل: ما څوک ګڼئ؟ زه هغه نه یم، خو زما څخه وروسته داسې څوک راځي چې زه د هغۀ د څپلیو د بندونو خلاصولو وړتیا هم نه لرم  ۲۶ ای خوږو وروڼو او د ابراهیم اولادې، او په تاسو کې هغه خلک چي له خدای څخه وېرېږئ! هم موږ ته د ژغورنې دا کلام رالېږل شوی دی  ۲۷ خو د اورشلیم اوسېدونکو او د هغې چارواکو هغه ونه پېژانده او د هغۀ په ملامتولو یې د انبیاو هغه کلام پوره کړ چې د هرې خالي په ورځ به لوستل کېده  ۲۸ او که هرڅو یې په هغۀ کې د وژلو هېڅ دلیل ونه موند، خو له پېلاطوس څخه یې غوښتنه وکړه چې هغه ووژل شي  ۲۹ او کله یې چې هرهغه څه بشپړ کړل کوم چې د هغۀ په هکله لیکل شوي وو، نو هغه یې له صلیب څخه راکوز کړ او قبر ته یې وسپاره  ۳۰ خو خدای هغه له مړو څخه راپورته کړ  ۳۱ او هغه ډېرې ورځې هغوی ته ښکاره شو کوم چې له هغۀ سره له ګلیل څخه اورشلیم ته راغلي وو او اوس قام ته د هغۀ ګواهان دي  ۳۲ او موږ تاسو ته هغه زیری در کوو، کوم چې خدای زموږ له پلرونو سره د هغې ژمنه کړې وه  ۳۳ او خدای دا وعده زموږ لپاره چې موږ د هغۀ بچي یو د عیسی له مړو څخه په بیا را ژوندي کولو سره بشپړه کړه لکه څرنګه چې په دویم زبور کې لیکلي دي چې: ته زما زوی یې او ما نن ته وزېږولې  ۳۴ او دا چې هغه یې له مړو څخه را ژوندی کړ ترڅو نور هېڅکله خاورې نشي، نو داسې یې وفرمایل: هغه پاک اوحقیقي برکتونه چې له داؤد سره مې وعده کړې ده، تاسو ته به یې درکړم  ۳۵ د زبور په یوبل ځای کې یې هم فرمایلي دي: ته به خپل سپېڅلي خاورې کېدو ته برېنږدې  ۳۶ ځکه کله چې داؤد په خپله زمانه کې د خدای د ارادې خدمت پوره کړی ؤ مړشو، له خپلو پلرونو سره یو ځای شو او خاورې شو  ۳۷ خو هغه کس چې خدای راپورته کړ خاورې نه شو  ۳۸ نو ای خوږو وروڼو! تاسو ته دې مالومه وي چې د هغۀ پوسیله تاسو ته د ګناهونو بخښنه اعلانېږي  ۳۹ او هرڅوک چې ایمان راوړي نو د هغۀ په وسیله رېښتیني شمېرل کېږي، له هر هغه څه نه چې د موسی په شریعت کې مو ونشو کولای رېښتېني وشمېرل شئ  ۴۰ نو پام کوئ، ګواکې هغه څه چې د انبیاؤ په صحیفوکې لیکل شوي پر تاسو رانشي  ۴۱ چې، ای سپک شمېرونکو ګورئ! حېران او هلاک شئ، ځکه چې زه ستاسو په ورځوکې داسې کار کوم، که هرڅومره څوک هغه تاسو ته اعلان کړي نو رېښتیا به یې ونه ګڼئ  ۴۲ او کله چې له کنیسې څخه بهر تلل نو غوښتنه یې ترې وکړه چې د راتلونکې خالي په ورځ ورته بیا دا خبرې وکړي  ۴۳ او کله چې د کنیسې خلک خواره شول نو ډېر یهودیان او خدای پرسته نوي یهودیان د پولس او برنابا پسې شول او هغوی دواړو ورسره خبرې کولې او هغوی یې هڅول ترڅو د خدای په فېض کې ثابت پاتې شي  ۴۴ او په بله خالي نږدې د ښار ټول خلک راغونډ شول ترڅو د مالک خدای کلام واوري  ۴۵ خو کله چې یهودو د خلکو ګڼه ګوڼه ولیده نو له کینې څخه ډک شول، کُفر یې ووایه او د پولس له خبرو سره یې مخالفت پېل کړ  ۴۶ هماغه وخت پولس او برنابا زړور شول او ویې ویل: اړینه وه چې د خدای کلام لومړی تاسو ته واورول شي، خو دا چې هغه مو رد کړ او ځانونه مو د تلپاتې ژوندون وړ ونه ګڼل، نو اوس موږ د غېر یهودو قامونو لور ته پاملرنه کوو  ۴۷ ځکه چې مالک موږ ته داسې امر وکړ چې: ما ته دغېر یهودو قامونو لپاره رڼا ګرځولی یې، ترڅو د مځکې ترآخري برخو د ژغورنې وسیله واوسئ  ۴۸ او کله چې غېر یهودو دا واورېدل نو خوشاله شول او د مالک دکلام ستاینه یې وکړه او هغوی چې د تلپاتې ژوندون لپاره ټاکل شوي وو، ایمان یې راوړ  ۴۹ او د مالک خدای کلام په هغو ټولو سیمو کې خپور شو  ۵۰ خو یهودو څو تنه دیندارې ښځې او د ښار مشران ولمسول، هغوی یې پولس او برنابا ته د کړاو ورکولو لپاره وهڅول او هغوی یې د ښار له حدودو څخه بهر وویستل  ۵۱ هغوی د خپلو پښو خاورې پر هغوی وڅنډلې او ایقونیې ته لاړل  ۵۲ او شاګردان له خوښۍ او سپېڅلي روح څخه ډک شول. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.