بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۱۴

په اکونیوم کې دزیري اورول

۱ همدغه راز په اکونیوم کې پولس او برنابا د یهودو کنیسې ته ننوتل او داسې خبرې یې وکړې چې د یهودو او یونانیانو دواړو څخه یوې غټې ډلې ایمان راوړ  ۲ خو بې‌ایمانو یهودو د غېر یهودو په ذهنونو کې د ایماندارانو پرخلاف کرکه پېدا کړه  ۳ بیا دواړه ډېره موده هلته پاتې شول او په زړورتیا سره یې د مالک په هکله خبرې کولې، نو مالک د هغوی مُعجزو او عجیبه کارونو ته په وړتیا ورکولو سره د خپل کلام رېښتینولي ثابته کړه  ۴ خو د ښارخلک دوه ډلې شول، یوه ډله له یهودو سره هملاسي او بله له رسولانو سره وه  ۵ او کله چې یهودو او غېر یهودو له خپلو مشرانو سره پر هغوی یرغل کاوه ترڅو هغوی سپک او سنګسار کړي  ۶ نو خبر شول او د لیکاونیې د ښارونو لسترې او دربې او د هغې شا وخوا سیمو ته وتښتېدل  ۷ او هلته یې زیری ورکاوه. 

په لسترې او دربې کې خدمتونه

۸ او په لستره کې یو سړی ؤ چې پښې یې نه خوځېدې، هغه له مور څخه ګوډ پېدا شوی ؤ او کله هم پخپلو پښو ګرځېدلی نه ؤ  ۹ هغه د پولس خبرې اورېدې، پولس ورته په غور سره متوجه ؤ او ویې لیدل چې د روغتیا موندلو ایمان لري  ۱۰ نو په لوړ غږ یې ورته وویل: په خپلو پښو نېغ ودرېږه، هغه سړی په پښو ودرېد او روان شو  ۱۱ او کله چې خلکو د پولس دا کار ولید نو په لېکاوني ژبه کې یې نارې کړې او ویې ویل: خدایان د انسانانو په شکل کې موږ ته راکوز شوي دي  ۱۲ نو هغوی برنابا ته د زیوس او پولس ته د هیرمیس لقب ورکړ ځکه چې پولس د هغوی مشر ویاند ؤ  ۱۳ بیا د زیوس مذهبي مشر چې عبادتخانه یې د ښار په عمومي دروازه کې وه غوایان او تاجونه راوړل، ځکه چې هغۀ او خلکو یې غوښتل ترڅو هغوی ته قربانۍ وړاندې کړي  ۱۴ خو کله چې هغو دوو رسولانو یانې برناباس او پولس واورېدل نو خپلې جامې یې وشکولې او د خلکو منځ ته لاړل، غږ یې وکړ:  ۱۵ ای خلکو! ولې داسې کوئ؟ موږ هم ستاسو په څېر انسانان او د عیبونو لرونکي یو او تاسو ته زیری درکوو چې لدې باطلو اعمالوڅخه د هغه خدای لورته راوګرځئ کوم چې مځکه، آسمانونه، بحرونه او هغه څه چې په هغوی کې دي پېدا کړي  ۱۶ او په تېرو پېړیو کې یې ټول قامونه پرېښودل چې پرخپلو لارو لاړ شي  ۱۷ خو تر اوسه هغۀ خپل ځان بې ګواهۍ پرېنښود، هغۀ موږ سره ښه وکړل ځکه چې تاسو ته یې له آسمان څخه بارانونه ورول او د مېوو ډک فصلونه یې درکول او ستاسو زړونه یې له خوراک او خوښۍ څخه ډکول  ۱۸ او پدې خبرو سره یې خلک په ډېرو ستونزو له قربانۍ کولو څخه منع کړل  ۱۹ خو یهودیان له انطاکیې او ایکونیوم څخه راغلل، خلک یې له ځانونو سره یو ځای کړل، پولس یې سنګسار کړ او له ښار څخه یې بهر ووېست او ګمان یې کاوه چې مړ شوی دی  ۲۰ او کله چې شاګردان له هغۀ څخه راتاو شول نو راپورته شو، ښار ته ننوت او په سبا ورځ له برنابا سره د دِربې لوري ته روان شو  ۲۱ او هغه ښار کې یې زیری ورکړ او ډېر یې شاګردان کړل، بیا لِسترې، اېکونیوم او انطاکیې ته راستانه شول  ۲۲ د شاګردانو زړونو ته یې ځواک ورکاوه، نصیحت یې ورته کاوه ترڅو په ایمان کې کلک پاتې شي او دا چې باید له ډېرو ستونزو په زغملو سره د خدای پاچاهۍ ته ورننوځو  ۲۳ او په هره کلیسا کې یې د هغوی لپاره مشران وټاکل او په روژه نیولو او دعاکولو سره یې هغوی هغه مالک ته وسپاره په کوم یې چي ایمان راوړی ؤ  ۲۴ له پسېدیې څخه تېر شول او پمفلیې ته راغلل  ۲۵ په پِرجه کې یې د کلام وعظ وکړ او اټالیې ته را کوز شول. 

انطاکیې ته راستنېدل

۲۶ او له هغې ځاېه په بېړۍ کې سپاره شول او انطاکیې ته راغلل، هغوی د هغه کار لپاره دخدای فضل ته وسپارل شول کوم چې دوی اوس پوره کړ  ۲۷ او کله چې ښار ته راننوتل نو کلیسا یې را ټوله کړه او هغه څه چې خدای له هغوی سره کړي ؤ او دا چې څه ډول یې د غېر یهودو پر مخ د ایمان دروازه خلاصه کړې وه هغوی خبر کړل  ۲۸ بیا د اوږدې مودې لپاره له شاګردانو سره پاتې شول. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.