بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۱۵

د اورشلیم جرګه

۱ خو یوڅو تنه له یهودیې څخه انطاکیې ته راغلل او وروڼو ته یې تعلیم ورکاوه چې که چېرې د موسی د شریعت له مخې سنت نه شئ نو ناشونې ده چې وژغورل شئ  ۲ کله چې په دې هکله له پولس او برناباس سره ډېر بحث او شخړه وشوه نو پریکړه وشوه چې پولس او برناباس او له هغوی څخه څو تنه نور دې د مسئلې دحل لپاره اورشلیم ته، د رسولانو او کلیسا مشرانو ته ورشي  ۳ نو کلیسا هغوی بدرګه کړل او کله چې له فنیقیې او سامریې څخه تېرېدل نو د غېر یهودو ایمان راوړل یې بیان کړل او ټولو وروڼو ته یې لویه خوښي وروبخښله  ۴ او کله چې اورشلیم ته ننوتل نو کلیسا، رسولانو او دکلیسا مشرانو د هغوی هرکلې وکړ او هغوی یې له هغو پېښو خبر کړل چې خدای ورسره کړې وې  ۵ بیا د فریسي ډلې ځینو چې ایمان یې راوړې ؤ را پورته شول او ویې ویل: دوی باید سنت شي او امر وکړئ چې د موسی شریعت پرځاې شي  ۶ نو رسولان او د کلیسا مشران را ټول شول ترڅو پدې هکله مشوره وکړي  ۷ له اوږد بحث وروسته پطروس ودرېد او هغوی ته یې وویل: ای خوږو وروڼو! تاسو خبر یاست چې له لومړۍ ورځې څخه خدای زه ستاسو له منځ څخه وټاکلم ترڅو غېر یهود زما له خُلی څخه د کلام زیری واوري او ایمان راوړي  ۸ او هغه خدای چې په زړونو خبر دی هغوی ته په دې ګواهي ورکړه چې هغوی ته یې سپېڅلی روح ورکړ لکه څرنګه یې چې موږ ته هم راکړی دی  ۹ زموږ او د هغوی په منځ کې یې هېڅ توپير پرېنښود، بلکې د هغوی زړونه یې د ایمان په وسیله پاک کړل  ۱۰ نو اوس ولې د خدای آزمېښت کوئ او هغه جغ د شاګردانو په غاړه ږدئ کوم چې موږ او زموږ پلرونو د هغې د پورته کولو زور نه درلود؟  ۱۱ خو پدې باور یو چې یواځې د مالک عیسی په فېض به ژغورنه ترلاسه کړو او همدغه راز هغوی هم  ۱۲ بیا ټوله ډله غلې شوه، برناباس او پولس ته یې غوږ ونیوه، ځکه چې هغوی هغه نخښې او مُعجزې بیانولې کومې چې خدای د هغوی پواسطه د غېر یهودو په منځ کې ښکاره کړې وې  ۱۳ او کله چې دهغوی خبرې پای ته ورسېدلې نویعقوب وویل: ای خوږو وروڼو ما ته غوږ ونیسئ!  ۱۴ شمعون موږ ته وویل چې څه ډول خدای لومړې له غېر یهودو څخه دځان لپاره خلک خوښ کړل  ۱۵ او دا د انبیاو دکلام سره سمون خوري، لکه څنګه چې په هغې کې لیکل شوي دي  ۱۶ لدې وروسته به بیا راځم او د داؤد کېږدۍ چې لوېدلې به بیا رغوم او د هغې ویجاړۍ به بیا جوړوم او هغه به ودروم  ۱۷ د دې لپاره چې غېر یهودیان زما لټون وکړي، کوم چې ما رابللي او خپل کړي دي مالک خدای داسې فرمایي، هغه چې دا کارونه کوي  ۱۸ کوم چې له پېړیو راهیسې مالوم دي  ۱۹ نو زما پریکړه داده چې له غېر یهودو څخه د هغه کسان چې د خدای لور ته راځي باید سختي ونکړو  ۲۰ بلکې هغوی ته په لیکلو سره لارښوونه وکړو ترڅو له پلېتۍ، بتانو ته د وړاندې کړی شویو نذرونو، زناکارۍ او زندۍ شویو څاریو او وینې څخه ځانونه وساتي  ۲۱ ځکه چې له پخوا زمانې څخه په هر ښار کې د موسی د شریعت وعظ کېږي او د هرې خالي په ورځ په کنیسو کې لوستل کېږي  ۲۲ بیا رسولانو او د کلیسا مشرانو له ټولې کلیسا سره په دې هوکړه وکړه چې څو تنه له خپل منځ څخه وتاکي او له پولس او برنابا سره یې انطاکیې ته ولېږي، یانې یهودا چې په برسابا مشهور ؤ او سیلاس چې د وروڼو مخکښان وو  ۲۳ او د هغوی په لاسونو یې لیک ولیکه چې: موږ رسولان، د کلیسا مشران او وروڼه، غېر یهودو وروڼو ته چې په انطاکېه، سوریه او کلکیه کې دي سلام وایو  ۲۴ موږ اورېدلي دي چې زموږ ځینې کسان زموږ له امر پرته درغلي دي او تاسو یې په خپلو خبرو خفه کړي یاست او ستاسو ذهنونه يې ګډوډ کړي دي  ۲۵ نو ځکه موږ په یو زړه مصلحت وګاڼه چې څو تنه غوره کړو او د خپلو عزېزانو برناباس او پولس سره یې تاسو ته درولېږو  ۲۶ هغه خلک چې ځانونه یې زموږ د مالک عیسی مسیح دنوم لپاره په خطرکې اچولي دي  ۲۷ نو یهودا او سیلاس مو در ولېږل هغوی به تاسو له دې کارونو څخه په خپلې ژبې سره خبر کړي  ۲۸ ځکه چې سپېڅلي روح او موږ غوره ګڼلې چې له دې ضروریاتو پرته نور پیټې پر تاسو کېنږدو:  ۲۹ تاسوباید هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې کېږي ونه خورئ، وینه ونه خورئ دهغو څارویو غوښه ونه خورئ چې زندۍ شوي وي او خپل ځانونه د بدو جنسي اړیکو څخه وساتئ. په درنښت  ۳۰ بیا هغوی رخصت شول او انطاکیې ته لاړل، ډله یې را ټوله کړه او لیک یې ور ورساوه  ۳۱ او کله یې چې ولوست نو لدې تسلۍ څخه خوښ شول  ۳۲ او لکه څرنګه چې یهودا او سیلاس نبیان وو، نو وروڼه یې په ډېرو خبرو او نصیحتونو سره ځواکمن کړل ۳۳ نو څه موده هلته پاتې شول او په سلامتۍ سره یې له وروڼو څخه رخصت واخیست او د خپلو لېږونکو لوري ته یې پام وکړ  ۳۴  ۳۵ خو پولس او برناباس په انطاکیه کې پاتې شول او له ډیرو نورو سره یې د مالک د کلام زیری او تعلیم ورکاوه. 

د پولس او برناباس بیلتون

۳۶ او د څو ورځو له تېرېدو وروسته پولس برناباس ته وویل: راځه چې وګرځو او په هرښار کې مو چې وروڼو ته دمالک کلام اعلان کړی وګورو چې څنګه دي؟  ۳۷ خو برناباس غوره وګڼل ترڅو یوحنا چې په مرقس یې شهرت درلود هم له ځان سره واخلي  ۳۸ خو پولس غوره وګڼله چې هغه سړی کوم چې په پمفلیه کې له هغوی څخه بېل شوی ؤ او له هغوی سره یې په کار کې مرسته نه وه کړې له ځان سره مل نکړي  ۳۹ نو شخړه سخته شوه تر دې چې یو له بل څخه بېل شول، برناباس مرقس له ځانه سره واخیست او د بحر له لارې قِبرص ته لاړ  ۴۰ خو پولس سیلاس غوره کړ، وروڼو هغه د مالک فضل ته وسپاره او مخ په سفر روان شو  ۴۱ له سوریې اوکلکیې څخه تېرشو او کلیساګانې یې تشویقولې. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.