اعمالو ۱۶
د پولس دوهم بشارتي سفر
۱ بیا پولس دِربې او لِسترې ته راغې او هلته تیموتاؤس نومې شاګرد ؤ، د ایماندارې یهودۍ ښځې زوی خو پلار يې یوناني ؤ ۲ او وروڼو په لِسترې او اکونیوم کې پرهغۀ دنېک نامۍ ګواه ورکوله ۳ او کله چې پولس وغوښتل هغه ورسره راشي نو هغه يې د هغو یهودو له امله سنت کړ کوم چې په هغه سیمه کې وو، ځکه چې ټولو د هغۀ پلار پېژانده چې یوناني ؤ ۴ او په هر ښار کې چې ګرځېدل نو هغه قوانین کوم چې د کلیسا مشرانو او رسولانو په اورشلیم کې فېصله کړې وه او کوم چې هغوی ته حکم کړی ؤ، هغوی ته سپارل ترڅو ویې ساتي ۵ نو کلیساګانې په ایمان کې پیاوړې کېدې او ورځ تر ورځ د هغوی په شمېره کې زیاتوالی راتلو ۶ نوهغوی د فریجيې اوغلاطيې له سېموڅخه تېرشول ځکه چې سپېڅلي روح هغوی آسیا ته د کلام له رسولو څخه منع کړل ۷ نو میسیا ته راغلل او هڅه يې کوله ترڅو بطینیا ته لاړ شي خو د عیسی سپېڅلي روح هغوی ته اجازه ورنکړه ۸ بیا له میسیا څخه تېر شول او تروآس ته ورسېدل ۹ او یوه شپه پولس رؤیا ولیده چې د مکادونيې یو تن اوسېدونکی ولاړ ؤ، له هغۀ څخه يې وغوښتل او ويې ویل: مکادونيې ته راشه او زموږ مرسته وکړه ۱۰ کله يې چې دا رؤیا ولېده نو بې درنګه مکادونيې ته روان شو، ځکه په یقین سره پوهېده چې خدای موږ غوښتي یو ترڅو هغوی ته زیری ورسوو ۱۱ نو له تروآس څخه په بېړۍ کې کیناست او په نېغه لار ساموتراکي ته لاړ او بله ورځ بیا نیاپولیس ته.په فیلپي کې
۱۲ او له هغه ځایه فیلپي ته لاړو، کوم چې دمکادونيې په ولایت کې لوی ښار او د رومیانو مستعمره هم ده او په هغه ښارکې څو ورځې پاتې شو ۱۳ او د خالي په ورځ دښار له دروازې نه بهر د سیند غاړې ته لاړو چېرې چې موږ فکرکاوه د یهودو د دعا ځای به وي، نو کیناستو او له هغو ښځو سره مو خبرې وکړې چې هلته راټولې شوې وې ۱۴ او هلته د لیديې په نامه یوه ښځه وه چې ارغواني رنګ رخت به يې خرڅاوه، هغه د تیاتېرا له ښار څخه وه او خدای پرسته وه، هغې اورېدل او مالک د هغې زړه پرانیست ترڅو د پولس پېغام قبول کړي ۱۵ او کله چې هغې او د کور غړو يې تعمید واخیست نو غوښتنه يې وکړه او ويې ویل: که چیرې تاسو یقین لرئ چې پر مالک مې ایمان راوړی نو زما کور ته را دننه شئ او همدلته پاتې شئ او موږ ته يې زاري وکړه ۱۶ او داسې وشول چې کله موږ د دعا ځاې ته تلو نو یوه وینځه چې د فال لیدنې روح يې درلود او له غیب وینې څخه يې خپلو بادارانو ته ډېره ګټه پېدا کوله زموږ سره مخامخ شوه ۱۷ د پولس او زموږ پسې راغله، غږ يې وکړ او ویل يې: دا خلک د لوی خدای خادمان دي او تاسو ته د ژغورنې لار اعلانوي ۱۸ او کله يې چې ډېرې ورځې دا کار وکړ نو پولس زړه تنګی شو، راستون شو او روح ته يې وویل: تا ته وایم! د عیسی مسیح په نوم لدې انجلۍ څخه راووځه او هغه په هغه ځای کې له هغې څخه راووت ۱۹ خو کله چې د هغې وینځې بادارانو ولیدل او د خپل کسب له ګټې څخه مایوسه شول نو پولس او سیلاس يې ونیول او په بازار کې يې واکمنانو ته راکښل ۲۰ او هغوی يې قاضیانو ته حاضر کړل او ويې ویل: دې دوه کسانو زموږ په ښار کې خوځښت جوړ کړی او له یهودو څخه دي ۲۱ او هغه دودونه اعلانوي چې د هغې منل او پرځای کول زموږ لپاره چې رومیان یو روا ندي ۲۲ نو خلکو پر هغوی ېرغل وکړ، قاضیانو د هغوی جامې وویستلې او د درو وهلو حکم یې پرې وکړ ۲۳ چې ښه ډېر یې ووهل نو په زندان کې يې واچول او د زندان مشر ته يې امر وکړ ترڅو هغوی کلک وساتي ۲۴ او کله چې هغۀ ته دا ډول امر وشو نو هغوی يې د زندان دننه برخې ته واچول او د هغوی پښې يې په کُنډه کې وتړلې ۲۵ نږدې نیمه شپه پولس او سېلاس دعا کوله او د خدای په ستاینه بوخت وو او زندانیانو هغوی ته غوږ ایښی وو ۲۶ ناڅاپه داسې لویه زلزله راغله چې د زندان بنیادونه وخوځېدل، سمدلاسه ټولې دروازې خلاصې شوې او د بندیانو زولنې پرانیستل شوې ۲۷ کله چې د زندان مشر راویښ شو او د زندان دروازې يې خلاصې ولیدلې نو خپله توره يې را وویسته او غوښتل يې چې ځان ووژني، ځکه داسې اټکل يې کاوه چې ګوندې بندیان تښتېدلي دي ۲۸ خو پولس په لوړ غږ چیغه ووهله: ځان ته زیان مه رسوه ځکه چې موږ ټول دلته یو ۲۹ نو ډیوه يې راوغوښته او دننه يې منډه کړه، پداسې حال کې چې رپېده، د پولس او سیلاس په وړاندې پریوت ۳۰ هغوی يې بهر راوستل او ويې ویل: اې ښاغلیو! زه باید څه وکړم ترڅو وژغورل شم؟ ۳۱ ورته يې ووبل: پر مالک عیسی ایمان راوړه نو ته او ستا کورنۍ به ژغورنه ومومي ۳۲ او بیا يې هغه او د هغۀ کورنۍ ته د مالک د کلام بیان کړ ۳۳ نو هغوی يې راوستل او د شپې په هماغه ساعت کې يې د هغوی ټپونه ووینځل، خپله او هم د هغۀ کورنۍ سمدلاسه تعمید واخیست ۳۴ او هغوی يې خپل کور ته راوستل، د هغوی په مخ کې يې دسترخوان کېښود او له خپلې ټولې کورنۍ سره یې خوښي وکړه، ځکه چې هغوی پر خدای ایمان راوړی وو ۳۵ او کله چې ورځ شوه نو قاضیانو استازي ولېږل ترڅو هغه دوه تنه پرېږدي ۳۶ بیا د زندان مشر پولس لدې خبرو خبرکړ چې قاضیانو استازي رالېږلي ترڅو تاسو آزاد شئ، نو اوس بهر راشئ او په خېر لاړ شئ ۳۷ خو پولس هغوی ته وویل: موږ چې رومیان یو ښکاره او بې دلیله يې ووهلو او په زندان کې يې واچولو، نو آیا اوس موږ په پټه بهر باسي، نه بلکې خپله دې راشي او موږ دې بهر را اوباسي ۳۸ نو استازو دا خبره قاضیانو ته وکړه او کله چې قاضیان خبر شول چې پولس او سیلاس رومیان دي نو ووېرېدل ۳۹ راغلل، هغوی ته يې عذر وکړ، بهر يې راوویستل او غوښتنه يې ترې وکړه چې له ښاره بهر لاړ شي ۴۰ بیا له زندان څخه بهر راووتل او د لیديې کور ته لاړل، له وروڼو سره يې کتنې وکړې، هغوی ته يې ډاډګېرنه ورکړه او روان شول.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.