اعمالو ۱۷
په تسالونېکې کې
۱ بیا پولس او سیلاس له امفپولس او اپولونیا څخه تېرشول او تسالونېکې ته ورسېدل کوم ځاې کې چې د یهودو کنیسه وه ۲ نو پولس دخپل عادت لمخې د هغوی کنیسې ته ورغی او درې د خالي په ورځو کې یې د هغوی سره له سپېڅلي کتاب څخه بحث کاوه ۳ او د دې موضوع وضاحت یې کاوه چې اړینه وه ترڅو مسیح کړاو وویني او له مړو څخه را پورته شي. او هغۀ ویل، کوم عیسی چې زه یې تاسو ته بیانوم همدغه مسیح دی ۴ او له هغوی څخه ځینو ومنله او له پولس او سیلاس سره یو ځاې شول، له خدای وېرېدونکو یونانیانو څخه یوه غټه ډله او له پتمنو ښځو څخه یو ګڼ شمېر وو ۵ خو یهودو کینه وکړه او څو تنه بازاري اوباشان یې له ځانه سره کړل، خلک یې راټول کړل او په ښار کې یې غوغا جوړه کړه، د یاسون کور ته په منډه ورغلل او غوښتل یې چې هغوی د خلکو منځ ته راوکاږي ۶ او کله یې چې هغوی ونه موندل نو یاسون او څو تنه وروڼه یې د ښار د واکمنانو لوري ته راښکل او چیغې یې وهلې چې، همدې کسانو ټوله دنیا په عذاب اخته کړې او اوس زموږ ښار هم په عذابوي ۷ او یاسون هغوی منلې او دوی ټولو د قیصر د احکامو نافرماني کړې ده او پدې عقیده دي چې بل څوک پاچا دی یانې عیسی ۸ نوخلک او دښار واکمن ددې خبرو له اورېدوڅخه پرېشانه شول ۹ له یاسون او نورو څخه یې ضمانت واخیست او هغوی یې پرېښودل.پولس او سیلاس په بیریه کې
۱۰ خو وروڼو له ځنډ پرته دشپې پولس او سیلاس د بیریې لورته ولېږل، هغوی هلته ورسېدل او د یهودوکنیسې ته ننوتل ۱۱ او ددې ځای خلک د تسالونېکي له اوسېدونکو څخه آزاد خیاله وو، ځکه چې په پوره رضامندۍ سره یې کلام ومانه او هره ورځ یې د خدای کلام څېړل چې آیا د هغوی تعلیم سم دی او که نه؟ ۱۲ نو له هغوی څخه ډېرو ایمان راوړ، پتمنویوناني ښځو او ګڼ شمېرسړو ۱۳ خوکله چې تسالونېکي یهودیان پوه شول چې پولس په بیریه کې هم د خدای د کلام وعظ کوي نو هلته هم لاړل او خلک یې راوپارول ۱۴ هماغه وخت وروڼو پولس د بحیرې لوري ته ولېږه خو سیلاس له تیموتاوس سره هلته تم شول ۱۵ د پولس لارښوونکو هغه آټن ته راوست او په راستنېدو کې یې سیلاس او تیموتاوس ته فرمان ولېږه ترڅو ژر ترژره د هغۀ خوا ته ورشي او هغوی لاړل.پولس په آټن کې
۱۶ خو پولس چې په آټن کې یې د هغوی انتظار کاوه او ویې لیدل چې ښار له بتانو څخه ډک دی نو ډېر غمژن شو ۱۷ نو په کنیسه کې یې له یهودو او خدای منونکو سره او په بازار کې یې هره ورځ له هرچا سره لیدل او بحث یې کاوه ۱۸ خو ځینو اپیکورینو او رواقیینو فلسفیانو له هغۀ سره مناظره وکړه، ځینو ویل، دا فضول ویونکي څه غواړي چې ووایي؟ او نورو ویل: په ظاهري بڼه د غېرو خدایانو وعظ کوي، ځکه چې هغوی ته یې د عیسی او قیامت زیری ورکاوه ۱۹ نو هغه یې ونیو او د اریوپاګوس ته یې ویوړ او ورته یې وویل: آیا د دې نوي تعلېم په هکله چې ته یې ورکوې موږ پوهولی شې؟ ۲۰ ځکه چې عجیبې خبرې زموږ غوږونو ته رسوې، نو غواړو چې پوه شو لدې څخه څه مقصد دی ۲۱ نو په هغه وخت کې آټنیان او هلته بهرني اوسېدونکي د نویو شیانو له ویلو او اورېدلو پرته د بل څه لپاره اوزګار نه وو ۲۲ نو بیا پولس د اریوپاګوس د ټولنې په منځ کې ودرېد او ویې ویل: ای آټنیانو! تاسو مې له هره پلوه ډېر رېښتیني ایماندار وموندلئ ۲۳ ځکه چې زه وګرځېدم او ستاسو عبادت ځایونه مې ولیدل، د قربانۍ ځای مې وموند چې پر هغې د ناپېژندل شوي خدای نوم لیکل شوی ؤ، نو هغه څه چې تاسو د هغې ناپېژندل شوي عبادت کوئ او تاسو ته مالوم ندی، هماغه زه تاسو ته بیانوم ۲۴ هغه خدای چې نړۍ او هغه څه چې پکې دي پېدا یې کړل، ځکه چې هغه د آسمان او مځکې مالک دی، هغه د انسانانو په لاسونو جوړو شویو عبادت ځایونو کې نه اوسېږي ۲۵ او د خلکو په لاسونو د هغۀ خدمت نه کېږي، هغه د خلکو د خدمت محتاج ندی، خو خپله ټولو ته ژوندون، ساه او ټول شیان وربخښي ۲۶ هغۀ دنړۍ پرمخ مېشت ټول قامونه له یوه انسان نه پېدا کړل ترڅو د ټولې مځکې پرمخ مېشت شي او د هغوی لپاره یې ټاکلي وختونه او د اوسېدو د ځایونو حدود وټاکل ۲۷ ترڅو د خدای لټون وکړي او ګواکې هغه ولټوي او پېدا یې کړي، سره لدې چې هغه له موږ یوڅخه هم لرې ندی ۲۸ ځکه چې په هغۀ کې ژوند، خوځښت او شتون لرو، لکه څرنګه چې ستاسو ځېنو شاعرانو هم ویلي دي چي: د هغۀ له نسل څخه يو ۲۹ نو کله چې د خدای اولاد یو، نو باید ګمان ونکړو چې خدای د سرو زرو یا سپینو زرو یا د انسان په لاس له نقشه شوې تېږې یا د هغۀ له جوړښت یا مهارت سره ورته والی لري ۳۰ نو خدای لدې جهالت څخه مخ اړولی ؤ خو اوس یې ټولو خلکو ته د توبې ویستلو امر کړی دی ۳۱ نوځکه یې یوه ورځ وټاکله چې په هغې کې به په انصاف سره د دې دنیا قضاوت وکړي او د هغې لپاره یې یو سړی وټاکه او ټولو ته یې دا ثابته کړه چې هغه یې له مړو څخه راپورته کړ ۳۲ او کله یې چې د قیامت او له مړو څخه د بیا را ژوندي کولو خبرې واورېدې نو ځینو ملنډې وکړې اوځینو وویل: پدې هکله به بیا کله لتا څخه واورو ۳۳ همدغه راز پولس هم د هغوی له منځ څخه بهر لاړ ۳۴ خو څو تنه له هغۀ سره یوځای شول او ایمان یې راوړ چې له هغوی څخه دیونیسیوس چې د آریپاګوس د ټولنې غړی ؤ او د دامریِس په نامه یوه ښځه او له هغوی سره ځینې نور هم وو.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.