اعمالو ۱۸
پولس په قرنتس کې
۱ او له هغې وروسته پولس له آټن څخه روان شو او قرنتس ته راغې ۲ او هلته له اکیلا نومی سړي سره چې یهودي ؤ او د پونطوس اوسېدونکی ؤ وپېژندل، چې له خپلې ښځې پرسکیله سره نوي له ایتالیا څخه راغلي وو، ځکه چې کُلودیوس فرمان صادرکړې ؤ چې باید ټول یهودیان له روم څخه لاړشي، نو د هغوی خوا ته راغی ۳ او پدې خاطر چې هغه هم د هغوی په شان خېمه جوړوونکی ؤ، نو له هغوی سره پاتې شو او یو ځای یې ورسره کار کاوه ۴ او هره خالي به یې په کنیسه کې بحث کاوه، یونانیانو او یهودوته به یې قناعت ورکاوه ۵ او کله چې سیلاس او تیموتاوس له مکدونیې څخه راغلل نو پولس په پوره توګه خپل ژوند د تعلیم لپاره وقف کړ او یهودو ته یې ګواهي ورکوله چې عیسی هماغه مسیح دی ۶ خو کله چې هغوی مخالفت وکړ او بد رد یې ورته وویل، نو خپله د چپن لمن یې پر هغوی وروڅنډله او ویې ویل: ستاسو خون ستاسو په غاړه دی زه بري یم او لدې وروسته به غېر یهودو ته ورځم ۷ او له هغه ځای څخه یې کډه وکړه او د تېطیوس یوستوس نومي خدای پرسته سړي کور ته چې کور یې د کنیسې ترڅنګ ؤ راغی ۸ او د کنیسې مشر کرِسپوس له خپلې ټولې کورنۍ سره پرمالک ایمان راوړ او کله چې د قرنتس اوسېدونکو واورېدل نو ډېرو ایمان راوړ او تعمید یې واخیست ۹ یوه شپه مالک په رؤیا کې پولس ته وویل: مه وېرېږه، خبرې وکړه او مه غلی کېږه ۱۰ ځکه چې زه ستا سره یم، هېڅوک به تا ته کړاو ونشي رسولی، ځکه چې پدې ښارکې زما ډېر خلک دي ۱۱ نو یونیم کال تم شو او هغوی ته به یې د خدای د کلام ښوونه کوله ۱۲ خو کله چې ګالیو د اخایې والي ؤ، نو یهودیان یو لاس شول او پر پولس یې یرغل وکړ او هغه یې محکمې ته ویوړ ۱۳ او ویې ویل: دا سړی خلک بې لارې کوي ترڅو دخدای عبادت د شریعت د حکمونو خلاف وکړي ۱۴ او کله چې پولس وغوښتل خبرې وکړي نو ګالیو وویل: اې یهودو! که چېرې ظلم یا ښکاره ګناه وای نو د عقل غوښتنه وه چې ستاسو خبره مې زغملې وای ۱۵ خو دا ستاسو د خبرو، نومونو او شریعت په هکله مسله ده، نو خپله سره پوه شئ او زه پدې ډول چارو کې قضاوت نه کوم ۱۶ او هغوی یې له محکمې څخه وشړل ۱۷ بیا هغوی ټولو سوستینوس راونیوه کوم چې د کنیسې مشر ؤ او هغه یې د محکمې پر وړاندې وواهه خو ګالیو ددې چارو هېڅ پروا نه کوله ۱۸ او پولس لدې وروسته ډېرې ورځې هلته تم شو، بیا یې له وروڼو سره خدای پاماني وکړه او د بحر له لارې سوریې ته لاړ، پرسکله او اکیلا هم له هغۀ سره لاړل او په کنخریه کې یې خپل سر وخرېلو ځکه چې همداسې نذر یې کړی ؤ ۱۹ او کله چې افسیس ته ورسېد نو هغه دوه تنه یې پرېښودل، خپله کنیسې ته ننوت او له یهودو سره یې بحث وکړ ۲۰ او کله چې هغوی وغوښتل چې څه موده له هغوی سره پاتې شي نو ویې نه منل ۲۱ او له هغوی سره یې خدای پاماني وکړه ویې ویل: که خدای غوښتې وي بیا به تاسو ته راستون شم نو هغه له افسیس څخه په بېړۍ کې روان شو ۲۲ او کله چې قیصریې کې کوز شو نو اورشلیم ته لاړ او د کلیسا پوښتنه یې وکړه بیا انطاکیې ته راغی.دریم بشارتي سفر
۲۳ څه موده هلته پاتې شو او بیا یې سفر ته مخه کړه، د غلاطیې او فریجې په سیموکې ځای په ځای ګرځېده او ټول شاګردان یې تشویقول ۲۴ نو اپولوس نومې یو یهودي چې د اسکندریې اوسېدونکی ؤ افسیس ته راغې، د هغۀ خبرې خوږې وې او د سپېڅلي کتاب تکړه عالم ؤ ۲۵ هغه د مالک په لار کې روزنه موندلې وه، د مالک په هکله یې په ځیرکتیا سره خبرې کولې او د عیسی په هکله یې سم تعلیم ورکاوه خو یواځې د یحیی له تعمید څخه خبر ؤ ۲۶ همدغه سړي په کنیسه کې په زړورتیا سره خبرې پېل کړې او کله چې اکیلا او پرِسکله د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه یې له ځانه سره راوست او په پوره تفصیل سره یې هغۀ ته د خدای لار ور زده کړه ۲۷ او کله چې هغه د اخائیې لور ته د سفر تکل وکړ نو وروڼو هغه وهڅاوه او شاګردانو ته یې مرسته لیک ولیکه، ترڅو د هغۀ هرکلی وکړي او کله چې هغه ځای ته ورسېد نو هغو چې د فېض په وسیله یې ایمان راوړي ؤ، ور سره ډېره مرسته وکړه ۲۸ ځکه چې په پوره ځواک سره یې د یهودو پرخلاف دلایل ویل او له سپېڅلي کتاب څخه یې ثابتول چې عیسی هماغه مسیح دی.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.