اعمالو ۱۹
پولس په افسیس کې
۱ او لکه څرنګه چې اَپُولوس په قرنتس کې ؤ نو پولس په پورته سیمو کې ګرځېده، او افسیس ته ورسېد، هلته یې څو تنه شاګردان وموندل ۲ او هغوی ته یې وویل: آیا کله مو چې ایمان راوړ نو پر تاسو سپېڅلی روح نازل شوی ؤ؟ نوهغۀ ته یې وویل: خو موږ ندي اورېدلي چې سپېڅلی روح هم شتون لري ۳ هغوی ته یې وویل: نو په څه شي موتعمید واخیست؟ ویې ویل: د یحیې په تعمید ۴ پولس وویل: البته یحیی د توبې تعمید ورکاوه او خلکو ته یې ویلې په هغه چا ایمان راوړئ کوم چې زما څخه وروسته راځي، یانی عیسی ۵ او کله یې چې دا واورېدل نو د مالک عیسی په نوم یې تعمید واخیست ۶ او کله چې پولس پر هغوی لاس کېښود نو سپېڅلی روح پر هغوی نازل شو، په نورو ژبو یې خبرې پېل کړې او نبوت یې وکړ ۷ او ټول هغه نږدې دولس تنه ؤ ۸ بیا کنیسې ته ننوت او درې میاشتې یې په زړورتیا سره خبرې کولې، د خدای د پاچاهۍ د چارو په هکله یې بحث کاوه او پریکنده دلیلونه یې راوړل ۹ او ځینې چې زړونه یې سخت شوي ؤ، ایمان یې رانه وړ او د نورو په وړاندې یې د خدای لارې ته بد ویلې، نو له هغوی څخه ګوښه شو، شاګردان یې بېل کړل او هره ورځ به یې د تېرانُس په تالار کې بحث کاوه ۱۰ او پدې توګه دوه کلونه تېر شول او د آسیا ټولو اوسېدونکو که یهودیان وو، یا یونانیان د مالک عیسی کلام واورېد ۱۱ او خدای د پولس په لاس لویې لویې مُعجزې ښکاره کولې ۱۲ پدې ډول چې د هغۀ له بدن سره لګېدلي دستمالونه او ملاتړوني به یې وړل او پر ناروغانو به یې کېښودل او له هغوی څخه به ناروغۍ لرې کېدې او پېریان به ترې وتل ۱۳ خو ځینې دم اچوونکې سیلاني یهودو هم پر هغو خلکو چې پېریان یې درلودل د مالک عیسی نوم اخېستل پېل کړل او ویل یې چې تاسو ته د هغه عیسی په نوم حکم درکوو چې پولس د هغۀ په نوم وعظ کوي راووځئ ۱۴ او هغوی چې دا کار کاوه د یهودي د مذهبي مشرانو د یو تن مشر اِسکیوا اووه زامن وو ۱۵ خو پېریانو به ورته په ځواب کې ویل: موږ عیسی پېژنو او د پولس په هکله مالومات لرو نو تاسو څوک یاست؟ ۱۶ او هغه سړي چې پېری یې درلود پر هغوی ورمنډه کړه او پرې زورور شو، تر دې چې له هغه کور څخه بربنډ او ټپیان وتښتېدل ۱۷ او کله چې د افسیس ټول یهودي او یوناني اوسېدونکي لدې پېښې خبر شول نو پر ټولو وېره ولګېده او د مالک عیسی د نوم درنښت به یې کاوه ۱۸ او ډېرو هغو خلکو چې ایمان یې راوړی ؤ راتلل، پرخپلو کارونو یې اعتراف کاوه او هغه یې بربنډول ۱۹ او یوه ډله مداریانو خپل کتابونه راوړل او د خلکو په شتون کې یې وسوزول او کله یې چې د هغې قیمت وشمېره، نو پنځوس زره دسپینوزرو سېکې وې ۲۰ او پدې توګه د مالک د کلام پرمختګ کاوه او ځواکمن کېده ۲۱ لدې پېښو وروسته پولس په روح کې دا فېصله وکړه چې له مکدونیې او اخائیې تېر شي او اورشلیم ته لاړ شي او ویې ویل: هلته له تللو وروسته باید له روم څخه هم کتنه وکړم ۲۲ نو خپل دوه تنه مرستیالان یعنې تیموتاوس او ارسطوس یې مکدونیې ته ولېږل او خپله د څه مودې لپاره په آسیا کې تم شو ۲۳ او په هماغه وخت کې د خدای د لارې پخاطر سختې ستونزې راولاړې شوې ۲۴ ځکه چي یو تن دیمیتریوس نومي زرګر چې د ارتیمیس د بُتخانې انځورونه به یې له سپېنو زرو جوړول او د تجارانو لپاره یې لویه ګټه کوله، ۲۵ هغوی او نور چې پدې کسب بوخت وو را وغوښتل او ورته یې وویل: اې خلکو! تاسو خبر یاست چې زموږ رزق په همدی کسب کې دی ۲۶ او تاسو لیدلي او اورېدلي چې دې پولس نه یواځې په افسیس بلکې په ټوله آسیا کې ډېر خلک غولولي او بېلارې کړي او وایي دغه د انسان په لاسونو جوړ شوي شيان خدایان ندي ۲۷ نو خطر دی چې نه یواځې به زموږ کسب به له منځه لاړ شي بلکې زموږ د لوی خدای ارتیمیس دغه عبادت ځای به هم سپک وګڼل شي او د هغې عظمت به چې ټوله آسیا او نړۍ د هغې عبادت کوي ختم شي ۲۸ او کله چې ټولو دا واورېدل نو ډېر په قهرشول او چیغې یې وهلې چې: د افسیسیانو ارتیمیس لویه ده ۲۹ او ټول ښار کې بلوا جوړه شوه او ټول یو ځای د نندارتون لوري ته لاړل او ګایوس او ارسترخُس چې د مکدونیې اوسېدونکي او د پولس د سفر ملګري وو له ځان سره راښکل ۳۰ او کله چې پولس قصد وکړ ترڅو دخلکو منځ ته راشي نو شاګردانوهغه پرېنښود ۳۱ او ځینو آسیایې مشرانو چې هغه یې خوښاوه، هغۀ ته خلک ور ولېږل او له هغۀ څخه یې غوښتنه وکړه چې دغونډې ځای ته لاړ نشي ۳۲ او هر یو تن ځانګړې چیغې وهلې ځکه چې ګڼه ګډه وډه وه او نه پوهېدل چې د څه لپاره راغونډ شوي دي ۳۳ بیا یې سکندر د خلکو له منځ څخه راوویست کوم چې یهودو رامخکې کړی ؤ او سکندر په خپل لاس سره اشاره وکړه او غوښتل یې خلکو ته دلیل ووايي ۳۴ خو کله چې پوه شول یهودي دی نو ټولو نږدې دوه ساعته په یو غږ چیغې وهلې چې د افسیسیانو ارتیمیس لویه ده ۳۵ لدې وروسته د ښارمشرخلک غلي کړل او ویې ویل: ټولو ته مالومه ده چې د افسیس ښار د لویې ارتیمیس دعبادت ځای او دهغې سپېڅلې تيږې ساتونکی دی کومه چې له آسمان څخه راغورځېدلې ده ۳۶ نو پداسې حال کې چې لدې کارونو څخه انکار نشي کېدای نو تاسو آرامه اوسئ او هېڅ کار په تادۍ سره مه کوئ ۳۷ ځکه تاسو چې دا خلک راوستي، نه دوی د عبادت ځای غله دي او نه یې ستاسو خدای ته بد ویلي دي ۳۸ نو که چېرې دیمیتریوس او د هغۀ مرستیالان پر چا دعوه لري نو د قضا ورځې مقررې دي او قاضیان هم ټاکل شوي دي، یو د بل خلاف دې شکایت وکړي ۳۹ او که چېرې په نورو مسائلو کې د څه شي غوښتونکي یاست نو په یوه رسمي غونډه کې به فېصله وشي ۴۰ ځکه په خطر کې یو چې ګواکې د نننۍ فتنې په هکله زموږ څخه پوښتنه وشي، ځکه د دې ټولنې په هکله هېڅ عذر او دلیل نلرو ۴۱ دا یې وویل او ټولنه یې خپره کړه.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.