اعمالو ۲۰
مکدونیې او یونان ته د پولس سفر
۱ او د دې غوغا له پاې ته رسېدو وروسته پولس شاګردان راوغوښتل، ډاډګېرنه یې ورکړه او له هغوی سره یې خدای پاماني وکړه او د مکدونیې لورته روان شو ۲ په هغو سیمو کې وګرځېد، د هغو ځایونو اوسېدونکو ته یې ډاډګېرنه ورکړه او یونان ته راغی ۳ درې میاشتې تم شو او کله یې چې د سوریې د سفر اراده وکړه نو یهودو د هغۀ پرخلاف دسیسه جوړه کړې وه نو هغه د مکدونیې له لارې بېرته راستون شو ۴ او له هغۀ سره له بېریې نه د پرحوس زوی سویترس، اریسترخوس او سکندس له تسالونېکیې نه، ګایوس د دربې نه، تیموتاوس، او تخیکوس او تروفیموس له آسیا څخه په سفر کې ملګري وو ۵ او هغوی مخکې ولاړل او په تروآس کې زموږ په انتظار وو ۶ خو موږ د پتېرې د اختر له ورځو وروسته له فیلپي څخه په بېړۍ کې سپاره شو او له پنځه ورځو وروسته په تروآس کې د هغوی څنګ ته ورسېدو او هلته اووه ورځې پاتې شوو.په ترواس کې د پولس وروستۍ کتنه
۷ او کله چې موږ د اونۍ په لومړۍ ورځ د ډوډۍ لپاره راغونډ شوي وو نو پولس خلکو ته وعظ پېل کړ ځکه چې هغۀ غوښتل چې سبا په سفر روان شي او تر نیمې شپې پورې یې خبرې وکړې ۸ او په هغې بالاخانه کې چې موږ راټول وو ډیوې ډېرې وې ۹ نو افتیخس نومې ځوان چې د کړکۍ په خوا کې ناست ؤ، د پولس د خبرو پر مهال خوب ویوړ او کله چې پری خوب غالبه شو، له دریم منزل څخه لاندې ولوېد او کله چې یې راپورته کړ نو مړ شوی ؤ ۱۰ هماغه وخت پولس لاندې راکوز شو، پر هغۀ ور ټیټ شو او هغه یې په غیږ کې ونیو، ویې ویل: مه پرېشانه کېږئ ځکه چې په هغۀ کې ساه شته ۱۱ بیا پورته لاړ، ډوډۍ یې ماته کړه او ویې خوړه، تر سهار راختو پورې یې ډېرې خبرې وکړې او روان شو ۱۲ او هغوی هغه ځوان ژوندی کورته ویوړ او لویه تسلي یې وموندله.د افسیوسي کلیسا له مشرانو سره په مخه ښه
۱۳ نو مخکې لاړو، په بېړۍ کې سپاره شو او د آسوس په لور روان شو، چې پولس له ځان سره واخلو، ځکه چې هغۀ اراده کړې وه چې د وچې له لارې لاړ شي ۱۴ نو په آسوس کې له هغۀ سره یوځای شو، هغه مو را واخیست او میتیلیني ته راغلو ۱۵ او له هغه ځایه په بېړۍ کې روان شو او بله ورځ د خَیوس بلې غاړې ته ورسېدو، په سبا ورځ یې ساموس ته لاړو او په بله ورځ میلیتُس ته ورسېدو ۱۶ ځکه چې پولس فېصله کړې وه ترڅو د افسیس له غاړې تېر شي، ګواکې هغه په آسیا کې وخت تېر نکړي او هغۀ بېړه کوله چې د امکان په صورت کې د پېنطاکاست په ورځ اورشلیم ته ورسېږي ۱۷ بیا یې له میلیتُس څخه افسیس ته پېغام ولېږه او د کلیسا مشران یې را وغوښتل ۱۸ او کله چې هغوی راغلل نو ورته یې وویل: تاسو ته مالومه ده چې له کومې ورځې څخه آسیا ته راغلی یم له ستاسو سره مې څه ډول وخت تېر کړ ۱۹ د هغو آزمېښتونو له کبله چې د یهودو د دسیسو له امله پر ما راتلل په پوره عاجزۍ او ډېرې ژړا سره د مالک په خدمت بوخت وم ۲۰ او هغه څه مې لتاسو څخه ونه سپمول چې د تاسو لپاره ګټور وو، بلکې په ښکاره ډول مې کور په کور تاسو ته تعلیم درکاوه ۲۱ او همدغه راز مې یهودو او یونانیانو ته ګواهي ورکوله چې توبه وباسي او د خدای لوري ته راوګرځي او زموږ پر مالک عیسی مسیح ایمان راوړي ۲۲ او دا دی اوس په سپېڅلي روح کې تړل شوی اورشلیم ته ځم او له هغه څه چې هلته به ما ته راپېښ شي خبر نه لرم ۲۳ پرته لدې چې سپېڅلي روح په هر ښار کې ګواهي راکړي او ووایي چې: زما لپاره زندانونه او کړاوونه تیار دي ۲۴ خو زه دا خپل ژوند هېڅ هم نه ګڼم او نه خپل ځان خوږ ګڼم بلکې غواړم ترڅو خپله دنده په ښه توګه پاې ته ورسوم او هغه خدمت وکړم کوم چې مالک عیسی ماته سپارلی دی او د خدای د فېض د زیري ګواهي ورکړم ۲۵ او اوس په دې پوهېږم چې تاسو ټول، کوم چې زه ستاسو په منځ کې ګرځېدلی يم او د خدای د پاچاهۍ وعظ مې کړې نور به زما مخ ونه وینئ ۲۶ نو نن لتاسو څخه ګواهي غواړم چې زه له هر خون څخه بري یم ۲۷ ځکه چې تاسو ته مې د خدای د بشپړې ارادې په اعلانولو کې هېڅ ډول کمۍ نه دی کړی ۲۸ نو له خپلو ځانونو او له هغې رمې څخه ساتنه وکړئ کوم چې سپېڅلي روح تاسو د هغې د ساتنې لپاره غوره کړي یاست او د شپنو په څېر د خدای هغه کلیسا وساتئ، کومه یې چې په خپلې وینې اخیستې ده ۲۹ ځکه زه پوهېږم چې زما له تګ څخه وروسته به ستاسو په منځ کې څېروونکي لیوان را ننوځي او پر رمې به رحم ونه کړي ۳۰ او ستاسو له منځ څخه به داسې خلک هم را پورته شي چې کږې خبرې به کوي او شاګردان به د خپل ځان پسې راکاږي ۳۱ نو ځکه بېداره اوسئ او په یاد ولرئ چې درې کاله، شپه او ورځ مې له اوښکو تویولو سره تاسو هر یو ته خبرداری درکړ ۳۲ نو اوس تاسو خدای او د هغۀ د فېض کلام ته سپارم چې قادر دی تاسو جوړ کړي او د ټولو سپېڅلو په منځ کې میراث در په برخه کړي ۳۳ د چا سرو یا سپینوزرو یا جامو ته مې تمه ونکړه ۳۴ تاسو خپله پوهېږئ چې په خپل لاسونو مې د خپل ځان او دوستانو ضرورتونه برابرول ۳۵ او پدې هرڅه کې ما تاسو ته دا وښودل چې پدې توګه لازم دي چې موږ باید دغریبانو مرسته وکړو او د مالک عیسی خبرې یادې وساتو چې هغه پخپله فرمایلي دي چې، له اخیستلو څخه په ورکولو کې برکتونه ډېر دي ۳۶ دا یې وویل، په ګونډو شو او له ټولو سره یې دعا وکړه ۳۷ بیا هغوی ټولو وژړل او پولس ته ورپغاړه شول او هغه یې ښکل کړ ۳۸ او هغوی پدې خبره سخت غمژن شول چې هغۀ وویل چې دوی به بیا کله هم د هغۀ مخ و نه ویني، بیا هغوی ورسره تر بېړۍ پورې لاړل.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.