اعمالو ۲۱
اورشلیم ته د پولس رسول سفر
۱ او کله چې موږ له هغوی څخه رخصت شو او بېړۍ روانه شوه نو د قوس جزیرې ته راغلو، بله ورځ رودس او له هغې ځای څخه پاترا ته لاړو ۲ او یوه بېړۍ مو وموندله چې د فنیقیې لوري ته روانه وه، په هغې کې سپاره شو او سفر مو وکړ ۳ او قبرص مو ولید، هغه مو کیڼ لور ته پرېښود او د سوریې لور ته لاړو، په صور کې کوز شو ځکه چې هلته یې له بېړۍ څخه بار کوزاوه ۴ نو څو تنه شاګردان مو وموندل او اووه ورځې هلته پاتې شو، هغوی د روح په الهام سره پولس ته وویل ترڅو اورشلیم ته لاړ نشي ۵ او کله مو چې هغه ورځې تېرې کړې نو روان شو او ټولو له ښځو او ماشومانو سره له ښارڅخه تر بحر پورې موږ بدرګه کړو، د ساحل پر غاړې مو ګونډې ووهلې او دعا مو وکړه ۶ يو بل سره مو مخه ښه وکړه، په بېړۍ کې سپاره شو او هغوی خپلو کورونو ته ستانه شول ۷ او کله چې موږ د اوبو سفر پاې ته ورساوه او له صور څخه پېتولامیس ته ورسېدو، نو وروڼو ته مو سلام وکړ او یوه ورځ له هغوی سره پاتې شو ۸ د هغې ورځې په سبا له هغه ځای څخه روان شو، قیصریې ته راغلو او د فیلیپوس زیري ورکوونکي په کور کې پاتې شو، هغه یو له هغو اوو څخه ؤ ۹ او هغه څلور پیغلې لوڼې لرلې چې نبوت یې کاوه ۱۰ کله چې څو ورځې هلته پاتې شو، نو آغابوس نومی نبي له یهودیې څخه راورسېد ۱۱ زموږ خوا ته راغی، د پولس کمربند یې راواخیست، خپلې پښې او لاسونه یې وتړل او ویې ویل: سپېڅلی روح وایي چې یهودیان به په اورشلیم کې د دې کمربند خاوند په همدې ډول وتړي او د غېر یهودو لاسونو ته به یې وسپاري ۱۲ او کله مو چې دا واورېدل نو موږ او د هغه ځای خلکو غوښتنه وکړه ترڅو اورشلیم ته لاړ نشي ۱۳ پولس ځواب راکړ: څه کوئ چې ژاړئ او زما زړه ماتوئ، ځکه زه نه یواځې دا چې د بند لپاره تیار یم، بلکې تیار یم چې د مالک عیسی د نوم په خاطر په اورشلیم کې مړ شم ۱۴ او کله چې هغۀ ونه منل نو غلي شو او ومو ویل، څه چې د مالک اراده وي هماغسې دې وشي ۱۵ او له هغو ورځو وروسته موږ خپل بار وتړاه او د اورشلیم لور ته روان شو ۱۶ او له قیصریې څخه څو تنه شاګردان زموږ سره راغلل او موږ یې د مناسون نومي سړي کور ته چې د قبرص اوسېدونکی او پخوانې شاګرد ؤ، راوستو ترڅو له هغۀ سره پاتې شو.په اورشلیم کې
۱۷ او کله چې اورشلیم ته ورسېدو، نو وروڼو په خوښۍ سره موږ ته هرکلی ووایه ۱۸ بله ورځ له پولس سره د یعقوب لیدو ته لاړو او د کلیسا ټول مشران حاضر وو ۱۹ هغوی ته یې درنښت ورکړ او د هغه څه په هکله یې ورته په تفصیل سره وویل کوم چې خدای د هغۀ په وسیله په غېر یهودو کې رامنځ ته کړي وو ۲۰ کله چې هغوی دا واورېدل نو د خدای ستاینه یې وکړه او هغۀ ته یې وویل: ای وروره، ته خبر یې چې زرګونو یهودیانو ایمان راوړی او ټول په شریعت کې غېرت کوي ۲۱ هغوی ته ستا په هکله ویل شوي دي چې د غېر یهودو په منځ کې یهودو ته تعلیم ورکوې ترڅو د موسی له تورات څخه سرغړونه وکړي او دا چې خپل اولاد سنت نکړي او زموږدودونه ونه ساتي ۲۲ نو موږ څه وکړو؟ هغوی به خامخا خبر شوي وي چې ته راغلی یې ۲۳ نو څه چې تا ته وایو هماغه شان وکړه، موږ سره څلور کسان دي چې نذر یې منلي ۲۴ نو هغوی له ځان سره واخله او له هغوی سره ځان پاک کړه او پیسې ورکړه چې خپل سرونه وخریي، ترڅو ټول پوه شي چې ته په شریعت عمل کوې او هغه څه چې ستا په هکله ویل شوي دي، حقیقت نلري ۲۵ او د هغو غېر یهودو په هکله چې ایمان یې راوړی موږ هغوی ته خط ورلېږلی دی چې دوی دې له هغې غوښې څخه ځان وساتي کومه چې د بتانو په نوم قرباني شوې ده، همدغه راز له وینې، زندۍ شوي حیوان او زنا څخه دې ډډه وکړي ۲۶ بیا په بله ورځ پولس هغه خلک له ځان سره واخیستل، او له هغوی سره یې له ځان پاکولو وروسته، هغه سپېڅلي کور ته ننوت ترڅو د هغې نېټې اعلان وکړي په کومه کې چې د پاکېدو وخت پوره کېږي او د هر یو لپاره به نذر ورکړي.د خدای په کور کې د پولس نیول کېدل
۲۷ د اوو ورځو دوره لا پای ته نه وه رسېدلې چې د آسیا د سیمې ځینو یهودو پولس په سپېڅلي کور کې ولید، هغوی ټول خلک ولمسول او هغه یې ونیو ۲۸ هغوی چیغې وهلې چې، ای اسرائیلیانو! مرسته وکړئ، مرسته وکړئ، دا هغه سړی دی چې هرچېرې او هر چاته زموږ دخلکو او شریعت پرخلاف تعلیم ورکوي او زموږ دخدای دکور سپکاوی کوي او تر ټولو لویه خبره دا چې اوس یې یونانیان هم د خدای کور ته راوستي او دا پاک ځای یې پرې پلیت کړي ۲۹ ځکه چې لدې وړاندې د افسیس د سیمې تروفیموس له هغۀ سره په ښارکې لیدلی ؤ او دا ګمان یې کاوه چې ګوندې هغه یې له ځان سره سپېڅلي کورته وړی دی ۳۰ نو ټول ښار وخوځید، خلک له هر لوري په ځغاسته راغلل، پولس یې ونیو او د خدای له کور څخه یې بهر راوویست او سمدلاسه د سپېڅلي کور دروازې وتړل شوې ۳۱ او کله چې خلکو غوښتل هغه ووژني نو د رومي پوځ قوماندان ته خبرورسېد چې د اورشلیم اوسېدونکو خوځښت کړی ۳۲ نو هغه سمدلاسه له خپلو عسکرو او افسرانو سره د خوځښت ځای ته ورسېد او کله چې خلکو قوماندان او عسکر ولیدل نو دپولس له وهلویې لاس واخیست ۳۳ نو قوماندان ور وړاندې شو، هغه یې ونیو او امر یې وکړ چې په دوه زولنو یې وتړي، بیا هغۀ پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی او څه ګناه یې کړې ده؟ ۳۴ نو په ګڼه ګوڼه کې چا یو څه ویل او چا بل څه او کله چې د غوغا حقیقت مالوم نشو نو امر یې وکړ ترڅو هغه پوځي کلاته بوځي ۳۵ او کله چې د کلا زینو ته ورسېدل نو عسکرو د خلکو د غصې له امله په اوږو پورته کړ ۳۶ ځکه ټول خلک د هغوی پسې روان وو او چیغې یې وهلې چې هغه ووژنئ.پولس له ځان څخه دفاع کوي
۳۷ او کله یې چې پولس کلا ته دننه کاوه نو قوماندان ته یې وویل: آیا زه تاته یوه خبره کولای شم؟ نو قوماندان ورته وویل: آیا ته په یوناني هم پوهېږې؟ ۳۸ نو بیا ته هغه مصری نه یې چې څه موده وړاندې یې بغاوت کړی ؤ او څلور زره باغیان یې له ځان سره صحرا ته وړي وو؟ ۳۹ نو پولس ځواب ورکړ چې زه یهودي یم، د کلکیې د ترسوس یم او د یو لوی او مهم ښار اوسېدونکی یم، نو اجازه راکړه ترڅو له خلکو سره خبری وکړم ۴۰ او کله یې چې اجازه ورکړه نو په زینو کې ودرېد او خلکو ته یې د غلي کېدو اشاره وکړه، کله چې خلک غلي شول نو هغۀ ورته په عبراني ژبه کې وېنا وکړه او ویې ویل:د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.