بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۲۲

پولس د خلکو غونډې ته د خپل ځان سپيناوی کوي

۱ زما وروڼو او پلرونو ماته غوږ شئ ترڅو زه تاسو ته د خپل ځان په هکله سپیناوی وکړم  ۲ او کله چې هغوی واورېدل چې پولس په عبراني ژبه خبرې کوي نو هغوی ښه غلي شول او غوږ یې ونیو، بیا هغۀ وویل:  ۳ زه یو یهودی یم چې د کلکیې په ترسوس ښار کې زېږېدلی یم، زه په همدې ښار کې را لوی شوی یم، د غملایېل شاګردي مې وکړه او له هغۀ څخه مې د خپلونیکونو شریعت زده کړ او زه تل د خدای په خدمت بوخت وم، لکه څرنګه چې نن تاسو ټول یاست  ۴ ما به د دې لارې منونکي ترمرګه ربړول، ښځې او سړي به مې نیول او زندانو ته مې اچول  ۵ او پدې هکله دمذهبي مشرانومشر او ولسي مشران زما ګواهان دي، هغوی ما ته په دمشق کې د میشتو یهودي وروڼو لپاره لیکونه راکړي وو او زه دمشق ته د دې لپاره په سفر روان وم ترڅو خلک په زنځیرونو وتړم اودسزا لپاره یې اورشلیم ته راولم. 

پولس د خپل ایمان راوړلو داستان بیانوي

۶ او کله چې زه په لاره دمشق ته ورنږدې شوم او د غرمې وخت ؤ چې ناڅاپه له آسمانه یوه رڼا راغله او زما څخه ګېرچاپېره وځلېده  ۷ او زه پر مځکه ولوېدم، بیا ما یو غږ واورېد چې را ته یې ویل: ساؤله، ساؤله! ولې ما کړوې؟  ۸ ما ځواب ورکړ چې: مالکه! دا راته ووایه چې ته څوک یې؟ هغۀ ځواب راکړ، زه ناصري عیسی یم چې ته مې کړوې  ۹ زما ملګرو هغه رڼا ولیده خو په هغو خبرو پوه نه شول چې زما سره وشوې  ۱۰ بیا ما ورته وویل: مالکه! زه څه وکړم؟ نو مالک ځواب راکړ چې، پورته شه او د دمشق لور ته روان شه، هلته به تاته ستا دنده کومه چې درته ټاکل شوې ده وښودل شي  ۱۱ او لکه څرنګه چې زه د هغې رڼا د پړک له امله ړوند شوی وم نو ملګرو له لاسه ونیولم، روان یې کړم او پدې ډول دمشق ته ورسېدم  ۱۲ په دمشق کې د حنانیا په نوم یو تن اوسېده، هغه په شریعت کلک ولاړ ؤ او د هغه ځای په یهودو کې نېک نومی سړی ؤ  ۱۳ هغه راغی، زما څنګ ته ودرېد او راته یې وویل: ساؤله، زما وروره! سترګې خلاصې کړه، نو زه سمدلاسه بینا شوم او هغه مې ولید  ۱۴ بیا هغۀ وویل: زموږ د پلرونو خدای ته غوره کړی یې ترڅو د هغۀ رضا وپېژنې، هغه رېښتینی ووینې او د هغۀ خبرې د هغۀ له خُلې څخه واورې  ۱۵ ځکه ته به په نړۍ کې د هغۀ ګواهي ورکوې او څه دې چې لیدلي او اورېدلي د هغې په هکله به هم ګواهي ورکوې  ۱۶ نو اوس ولې نور ځنډ کوې؟ پورته شه، تعمید واخله او د هغۀ د نوم په یادولو سره خپل ګناهونه پاک کړه. 

غېر یهودو ته د پولس لېږل

۱۷ کله چې زه اورشلیم ته راغلم نو یوه ورځ مې د خدای په کورکې دعا کوله چې بېخوده شوم  ۱۸ نو په رؤیا کې مې عیسی ولید چې راته یې وفرمایل: ژر پورته شه او اورشلیم پرېږده، ځکه چې د دې ښار اوسېدونکي به زما په هکله ستا ګواهي ونه مني  ۱۹ نو ما ورته وویل مالکه! دا خلک پوهېږي چې ستا ایمانداران به مې په هره کنیسه کې نیول او هغوی به مې په دورو وهل  ۲۰ او کله چې ستا په نوم د شهید سټېفان وینه توېدله، نو زه هلته حاضر وم، له هغوی سره موافق وم او د هغۀ د قاتلانو د جامو څوکیداري مې کوله  ۲۱ خو هغۀ راته وویل: لاړ شه! زه به تا لرې غېر یهودو قامونو ته لېږم. 

پولس او رومي قوماندان

۲۲ او تر دې ځایه هغوی د پولس خبرې واورېدې، خو کله یې چې دا خبره وکړه نو هغوی یوځل بیا چیغې کړې چې: ويې وژنئ داسی سړی باید ژوندی پاتی نشي  ۲۳ هغوی چیغې وهلې، خپلی چپنې یې خوځولې او له مځکې یې دوړه پورته کړې وه  ۲۴ نو قوماندان امر وکړ ترڅو هغه کلا ته دننه بوځي او په دورو وهلو ورڅخه تحقیقات وکړئ او دا مالومات ترې ترلاسه کړئ چې د هغه پرضد ولې دومره لویه بلوا جوړه شوې ده  ۲۵ خو کله چې هغوی پولس د دورو وهلو لپاره وتړلو، نو هغۀ هلته ولاړ افسر ته وویل: آیا ته یو رومي تبعه په دورو وهلی شې، پداسی حال کې چې جرم یې هم ثابت شوی نه وي؟  ۲۶ او کله چې هغه افسر دا خبره واورېده نو قوماندان ته ورغی دا خبره یې ورته وکړه او ورته یې وویل: آیا ته پوهېږې چې دا څه کوې؟ دا سړی خو رومي دی  ۲۷ نو قوماندان پولس ته ورغی او پوښتنه یې تری وکړه: آیا ته په رېښتیا رومي تبعه یې؟ هغۀ ورته وویل: هو  ۲۸ نو قوماندان ورته وویل: ما خو په ډېر لوی قیمت رومي تابعیت ترلاسه کړی، پولس ورته وویل: خو زه پېدایشي رومي یم  ۲۹ نو تحقیق کوونکي ترې سمدستي لري شول او قوماندان هم چې د هغۀ په امر یې پولس تړلی ؤ ډېر سخت ووېرېد، کله چې پوه شو چې هغه د روم تابعیت لري. 

د یهودو د جرګې په وړاندې پولس حاضرول

۳۰ او په بله ورځ قوماندان غوښتل ترڅو د موضوع پرحقیقت ځان پوه کړي نو پولس یې پرانیست، لوی مذهبي مشرانو او د یهودو جرګې ته یې امر وکړ ترڅو راټول شي بیا هغوی پولس لاندې راوستو او د هغوی په وړاندې یې ودراوه. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.