اعمالو ۲۳
۱ نو پولس د جرګې ګډونوالو ته په غور سره پورته وکتل او ویې ویل: ای وروڼو! ما تر نن ورځې پورې په پاک وجدان سره دخدای پر وړاندې خپل ژوند تېر کړی دی ۲ نو د مذهبي مشرانو مشر حنانیا د دې خبرې په اورېدو ولاړو خلکو ته امر وکړ چې پولس ته په خُله څپېړه ورکړي ۳ نو پولس هغۀ ته وویل: اې منافقه! خدای به تا ووهي، ته زما په هکله د شریعت فېصلې کوې، او بیا د شریعت پرخلاف زما د وهلو امرکوې؟ ۴ نو څوک چې نږدې ولاړوو هغوی وویل: آیا ته د خدای د مذهبي مشرانو د مشر سپکاوی کوې ۵ نو پولس وویل: ای زما وروڼو! ما ته مالومه نه وه چې دی د مذهبي مشرانو مشر دی، ځکه تورات وايي چې: د خپل قام حاکم ته بدې ردې مه وایئ ۶ او کله چې پولس پوه شو چې پدوی کې یوه ډله فریسیان او بله ډله صدوقیان دي نو په جرګه کې یې چیغې کړې چې ای وروڼو! زه یو فریسي او د فریسي زوی یم، زه ایمان لرم چې مړي بیا راژوندي کېږي نو ځکه دغه خلک زما د ایمان پخاطر، ما محاکمه کوي ۷ د دې خبرې په اورېدو د فریسیانو او صدوقیانو په منځ کې شخړه رامنځ ته شوه او خلک په دوو برخو وویشل شول ۸ ځکه چې صدوقیان له قیامت، فرښتو او روح څخه منکر دي، خو فریسیان یې مني ۹ د فریسیانو له ډلې څخه د شرعې عالمان راپاڅېدل او پډاګه یې د هغۀ څخه ملاتړ اعلان کړ، ویې ویل: موږ په ده کې هېڅ ډول ملامتي نه وینو، شاید چې کومې فرښتې یا روح ورسره خبرې کړې وي ۱۰ او کله چې شخړه زیاته شوه او قوماندان ووېرېد چې هسې نه دوی پولس ټوټې ټوټې کړي نو عسکرو ته یې امر وکړ چې لاندې لاړ شي، هغه له ګڼې څخه په زور راوباسي او کلا ته یې بوځي ۱۱ په هماغه شپه مالک پولس ته ښکاره شو او ورته یې وفرمایل: زړور اوسه، لکه څرنګه چې دې په اورشلیم کې زما په هکله ګواهي ورکړه، نو همدغه شان په روم کې هم ګواهي ورکړه.
د پولس د وژلو دسیسه
۱۲ او کله چې ورځ شوه نو یهودیان سره راغونډ شول او قسم یې وکړ چې ترڅو پولس ونه وژني نو تر هغې به خوراک او څښاک ونکړي ۱۳ او دسیسه جوړوونکي له څلویښت تنوڅخه ډېر وو ۱۴ هغوی لوی مذهبي مشرانو او مشرانو ته ورغلل او ویې ویل: موږ پر پخپلو کې سخت قسم کړی چې ترڅو پولس ونه وژنو نو خوراک به نه کوو ۱۵ نو تاسو اوس د جرګی له غړو سره د پوځ قوماندان ته خبر ورکړئ ترڅو هغه تاسو ته راولي، چې ګوندی تاسو غواړئ له هغۀ څخه د هغۀ په هکله ښه تحقیق وکړئ او موږ حاضر یو چې له رارسېدو وړاندې هغه ووژنو ۱۶ خو د پولس خوریي د هغوی له پلان څخه خبر شو، هغه لاړ، کلا ته ننوت او پولس یې خبر کړ ۱۷ پولس یو تن افسر راوغوښت او ورته یې وویل: دا ځوان یو خبر لري نو د پوځ مشر ته یې بوځئ ترڅو هغۀ ته یې ووایي ۱۸ نو هغه یې له ځان سره واخیست، د پوځ د مشر حضور ته یې بوتلو او ویې ویل: پولس بندي زه راغوښتی وم او غوښتنه یې وکړه چې دا ځوان تا ته راولم، ځکه څه لري چې تا ته یې ووایي ۱۹ بیا د پوځ مشر هغه له لاسه ونیولو، ګوښه ځای ته یې بوتلو او پوښتنه یې ترې وکړه: د څه شي په هکله غواړې ما ته خبر راکړې؟ ۲۰ ویې ویل: یهودو هوکړه کړی چې لتا څخه وغواړي ترڅو سبا پولس جرګی ته حاضر کړي، چې ګواکې غواړي له هغه څخه نور تحقیق وکړي ۲۱ نو د هغوی غوښتنه مه منه ځکه چې د هغوی له څلویښتو کسانو څخه زیات هغۀ ته په کمین کې دي هغوی قسم کړی چې ترڅو هغه ونه وژني نو خوراک او څښاک به ونکړي، اوس تیار دي او ستا د حکم انتظار کوي ۲۲ د پوځ قوماندان هغه ځوان رخصت کړ او ټینګار یې پرې وکړ چې: هېڅ چا ته مه وایه چې زه دې لدې راز څخه خبر کړی یم ۲۳ بیا یې دوه تنه افسران را وغوښتل او ورته یې وویل چې: دوه سوه پیاده عسکر، اویا سواره او دوه سوه نیزه لرونکي د شپی په دریمه برخه کې حاضر کړي ترڅو قیصریې ته لاړ شي ۲۴ او د پولس لپاره سورلۍ هم تیاره کړئ ترڅو هغه په سلامتۍ سره فِلیکس والي ته ورسوي ۲۵ او یو لیک یې پدې مضمون سره ولیکه: ۲۶ له کلودیوس لسیاس نه دروند والي فِلیکس ته سلام ۲۷ یهودو دغه سړی نیولی او د هغۀ د وژلو نیت یې درلود، نوله سرتېرو سره لاړم او هغه مې ترې وژغوره ځکه چې اورېدلي مې ؤ چې هغه د روم تابعیت لري، ۲۸ او کله مې چې وغوښتل پوه شم چې په څه وجه له هغۀ څخه شکایت کوي نو هغه مې د هغوی مجلس ته راوست ۲۹ نو پوه شوم چې د خپل شریعت په مسایلو کې له هغۀ څخه شکایت لري او هېڅ داسی شکایت نه لري چي د هغۀ د بند یا اعدام لامل وګرځي ۳۰ او کله چې پوه شوم چې یهودیان د هغۀ د وژلو نیت لري نو بی له ځنډه مې تا ته درولېږه او د هغۀ مدعیانو ته مې هم وویل ترڅو ستا پر وړاندې پرهغۀ دعوه وکړي ۳۱ لکه څرنګه چې عسکرو ته دنده سپارل شوې وه، پولس یې په شپه کې واخیست او انتیپاتریس ته یې ورساوه ۳۲ او سبا یې سواره پرېښودل تر څو له هغۀ سره لاړ شي او خپله کلا ته راستانه شول ۳۳ او کله چې هغوی قیصریې ته ورسېدل نو لیک یې والي ته وسپاره او پولس یې هم د هغۀ په حضور کې حاضر کړ ۳۴ والي لیک ولوست او پوښتنه یې وکړه چې د کوم ولایت دی او کله چې پوه شو چې د کلکیې دی ۳۵ نو ویې ویل: کله چي ستا مدعیان حاضر شي نو ستا خبره به واورم او ویې ویل: ترڅو هغه د هیرودویس په کلا کې وساتي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.