بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۲۴

د فِلیکس په دربارکې د پولس محاکمه

۱ پنځه ورځې وروسته د مذهبي مشرانومشرحنانیا له مشرانو او ترتلس نومې وکیل سره راورسېدل او والي ته یې له پولس څخه شکایت وکړ  ۲ او کله یې چې هغه حاضر کړ نو ترتلس خپله دعوه داسې پېل کړه او ویې ویل: ښاغلیه فِلیکسه! لکه څرنګه چې ستا له شتون څخه په بشپړه هوساینه کې ژوندکوو او تا پدې قام باندی لوی احسانونه کړي دي  ۳ نو په هرځای او هر وخت کې دا په پوره شکرګزارۍ سره منو  ۴ خو دا چې نه غواړم ستا ډېر وخت ضایع کړم هیله کوم چې د لورینې له مخې زموږ عرض واورې  ۵ موږ ته مالومه شوې ده چې دغه سړی د نړۍ د ټولو یهودو په منځ کې فتنه او فساد اچوونکی او د ناصریانو د ډلې مشر دی  ۶ او کله چې هغۀ هڅه کوله د خدای د کور سپکاوی وکړي نو هغه مو ونیوۀ،  ۷ خو د پوځ قوماندان لسیاس راغی او هغه یې په زوره زموږ له لاسونو څخه خلاص کړ  ۸ نوکه چېرې ته پخپله له هغۀ څخه پوښتنه وکړې نوته به له هرهغه څه نه خبر شې چې موږ پر ده دعوه کړې ده  ۹ یهودو هم له هغۀ سره هوکړه وکړه چې همداسی ده  ۱۰ او کله چې والي له پولس څخه وغوښتل چې خبرې وکړي نو هغۀ ځواب ورکړ: زه پوهېږم چې ډېر کلونه وشول ته ددې قام د قضاوت کولو دنده لرې، نو په ډېرې خوښۍ سره د خپل ځان په هکله دلیل وایم  ۱۱ ځکه ته کولای شې ځان پوه کړې چې له دولسو ورځو ډېری ندي تېری شوي چې زه د عبادت لپاره اورشلیم ته لاړم  ۱۲ دوی د خدای په کور کې زه له چا سره په بحث کولو لیدلی نه یم او نه مې په کنیسو او ښار کې خلک په خوځښت راوستي  ۱۳ او هغه څه چې اوس پرما د هغې دعوه کوي، دوی نشي کولاې چې اثبات ته یې ورسوي  ۱۴ خو ستا پر وړاندې د دې اقرار کوم چې کومې لارې ته دوی بدعت وایي، زه د پلرونو د خدای عبادت کوم او پرهغه څه چې په تورات او د انبیاؤ په صحیفو کې لیکلی ایمان لرم  ۱۵ او له خدای څخه هیله من یم لکه څرنګه چې دوی هم مني چې رېښتیني او بد دواړه به له مړو څخه را ژوندي کېږي  ۱۶ او خپله پدې هکله هڅه کوم ترڅو خپل وجدان د خدای او خلکو پر وړاندې تل پاک وساتم  ۱۷ اوس له څو کلونو وروسته راغلی یم ترڅو خپل قام ته خېرات ورکړم او نذرانې ورته وړاندې کړم  ۱۸ او پدی کارکې د آسیا څو تنو یهودو زه په سپېڅلي کور کې له خوځښت او غوغا پرته وموندلم  ۱۹ هغوی هم باید دلته ستا پر وړاندې حاضر کړای شي، که چېرې زما پرخلاف کومه خبره لري نو دعوی دې وکړي  ۲۰ يا دې دوی خپله ووایي، کله چې زه د جرګې پر وړاندې ولاړ وم او په ما کې یې کومه ګناه موندلې وي  ۲۱ خو هغه یوه خبره کله چې د هغوی په منځ کې ولاړ وم او ومې ویل چې نن د ستاسو په وړاندې زما څخه د مړو د بیا را ژوندي کېدو په هکله پوښتنه کېږي  ۲۲ بیا فِلیکس چې د لارې څخه ښه خبر ؤ، د هغوی خبره یې وځنډوله او ویې ویل: کله چې پوځی قوماندان لیسیاس راشي نو ستاسو د خبرو حقیقت به له هغۀ څخه معلوم کړم  ۲۳ بیا یې د زندان افسر ته امر وکړ ترڅو پولس وساتي، هغۀ ته آزادي ورکړي او د هغۀ دوستانو ته د هغۀ له خدمت او کتنی څخه منع نکړي  ۲۴ او څو ورځی وروسته فِلیکس له خپلې یهودۍ میرمنې دورسیلا سره راغی، پولس یې راوغوښت او پرعیسی مسیح باندی د هغۀ د ایمان په هکله یې د هغۀ خبرې واورېدې  ۲۵ او کله چې هغه د رېښتیېنولۍ، پرهیزګارۍ او راتلونکي قضاوت په هکله خبرې کولې نو فِلیکس ووېرېد او ځواب یې ورکړ چې، اوس ولاړ شه او کله مې چې فرصت وموند بیا به دې راوغواړم  ۲۶ او همدغه راز یې هیله درلوده چې پولس هغۀ ته بډې ورکړي تر څو هغه آزاد کړي، لدې کبله یې څو څو ځله هغه راوغوښت او ور سره یې خبرې کولې  ۲۷ خو له دوو کلونو وروسته فورکیوس فستوس د فِلیکس پرځای والي وټاکل شو، لکه څرنګه چې فِلیکس غوښتل پر یهودو احسان وکړي نو پولس یې په زندان کې وساته. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.