اعمالو ۲۵
د فِستوس په دربار کې د پولس محاکمه
۱ کله چې فِستوس د ولایت مقام ته ورسېد نو درې ورځې وروسته له قیصریې څخه اورشلیم ته لاړ ۲ هلته لوی مذهبي مشران او د یهودو لویانو د هغۀ په مخکې پر پولس دعوی وکړه او عذرو زارۍ یې ورته وکړې ۳ د احسان غوښتنه یې ترې وکړه ترڅو هغه اورشلیم ته راولېږي او په کمین کې وو ترڅو هغه ووژني ۴ خو فِستوس ځواب ورکړ چې پولس باید په قیصریه کې وساتل شي، ځکه هغۀ تکل درلود چې ډېر ژر هلته لاړ شي ۵ او ویې ویل: ستاسو څخه ځینی مشران کولای شي چې زما سره راشي که چېرې په دی سړي کې څه بیامومي او پرهغۀ دعوی وکړي ۶ هغه له اتو یا لسو ورځو څخه زیات د هغوی په منځ کې پاتی نشو او بیا قیصریې ته لاړ، بیا سبا ورځ د محکمې پرچوکۍ کېناست او حکم یې وکړ ترڅو پولس حاضر کړي ۷ او کله چې هغه حاضر شو نو هغه یهودیان چې له اورشلیم څخه راغلي وو د هغۀ ګېرچاپېره ودرېدل او له پولس څخه یې ډېر درانده شکایتونه پېل کړل، خو ویې نشو کړای ترڅو هغه ثابت کړي ۸ پولس له خپل ځان څخه دفاع وکړه او ویې ویل: ما نه د یهودو د شریعت، نه د سپېڅلي کور او نه د قیصر پر وړاندی کومه ګناه کړې ۹ خو دا چې فِستوس وغوښتل ترڅو پر یهودو احسان وکړي نو پولس ته یې په ځواب کې وویل: آیا ته غواړې ترڅو اورشلیم ته بوتلل شې او هلته زما په وړاندی محاکمه شې؟ ۱۰ پولس وویل: زه د قیصر په محکمه کې ولاړ یم او همدلته باید محاکمه شم او لکه څرنګه چې ته هم ډېر ښه پوهېږې ما له یهودو سره هېڅ ډول ظلم نه دی کړی ۱۱ نو که چېرې ما داسی یو عمل یا ظلم کړی وای چې هغه زما د وژنې لامل ګرځي نو له مرګ څخه باک نه لرم، خو که چېرې پر ما لګول شوي تورونه یو هم حقیقت نه لري نو څوک نشي کولې ترڅو ما دوی ته وسپاري او له قیصرڅخه د دوسیې د څېړلو غوښتونکی یم ۱۲ بیا فِستوس د جرګی له غړو سره له خبرو کولو وروسته ځواب ورکړ: آیا له قیصر څخه د دوسیې د څېړلو غوښتونکی یې؟ نو قیصر ته لاړ شه ۱۳ بیا له څو ورځو تېرېدو وروسته اګریپاس پاچا او برنېکي، فِستوس ته د مبارکۍ لپاره قیصریې ته راغلل ۱۴ لکه څرنګه چې هغوی ډېرې ورځې هلته پاتې شو نو فِستوس د پولس دوسیه پاچا ته وړاندې کړه او ویې ویل: یو سړی دی کوم چې فِلیکس په بند کې اچولی دی ۱۵ او کله چې اورشلیم ته راتلم نو لوی مذهبي مشرانو او د یهودومشرانو د هغۀ په هکله خبرکړم او غوښتنه یې وکړه ترڅو هغه محاکمه شي ۱۶ په ځواب کې مې هغوی ته وویل: وړاندی لدې چې یو تورن له مدعیانو سره مخامخ نه شي او هغۀ ته دا فرصت ورنکړل شي چې د هغوی د دعوی ځواب ووایي نو رومیان دا رواج نه لري ترڅو یو تورن وسپاري ۱۷ او کله چې هغوی دلته راغونډ شول نو له ځنډ پرته په دوهمه ورځ پر چوکۍ کېناستم او ومې ویل چې هغه سړی حاضر کړئ ۱۸ او کله چې د هغۀ مدعیان ودرېدل نو هغه څه چې ما اټکل کاوه هېڅ تور یې پر هغۀ ثابت نکړای شو ۱۹ بلکې د خپل مذهب په څو مسایلو کې یې پرهغۀ نیوکې وکړې او د عیسی نومي په هکله چې مړ دی، خو پولس وایي چې هغه ژوندی دی ۲۰ او لکه څرنګه چې زه پدې ډول مسایلو کې شکمن وم نو له هغۀ څخه مې وپوښتل چې آیا غواړې چې اورشلیم ته لاړ شې ترڅو په هغه ځای کې دا دوسیه فېصله شي؟ ۲۱ خو لکه څرنګه چې پولس غوښتنه وکړه چې هغه دې د قیصر د فېصلې لپاره دلته وساتل شي نو ما هم امر وکړ چې هغه دې دلته وساتل شي تر څو زه یې قیصر ته ولېږم ۲۲ اګریپاس فِستوس ته وویل: زه هم غواړم چې د دې سړي خبرې واورم، هغۀ وویل: سبا به یې واورې ۲۳ او کله چې سبا اګریپاس پاچا او برنیکي د لوی شان او شوکت سره راغلل او له پوځي مشرانو او د ښار له لویانو سره یو ځای دربار ته ننوتل نو پولس یې د فِستوس په امر سره حاضر کړ ۲۴ بیا فِستوس وویل: ای اګریپاس پاچا او ای هغو ټولو خلکو چې دلته یاست! دا سړی وینئ کوم چې د هغۀ په هکله دلته او همدغه راز په اورشلیم کې د یهودو ټولنې نارې سورې وهلې او زما څخه یې غوښتنه کړې چې هغه باید نور ژوند ونکړي ۲۵ خو ما ته ښکاره شوه چې هغۀ هېڅ داسې کار ندی کړی چې د هغۀ د مرګ لامل وګرځي او خپله یې له قیصر څخه د دوسیې د څېړلو غوښتنه کړې نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه ۲۶ او دا چې ما سره په لاس کې څه نشته چې د هغۀ په هکله یې امپراطور قیصر ته ولیکم نو لدی کبله مې هغه ستاسو او په خاصه توګه ای اګریپاس پاچا! ستا حضور ته راوست ترڅو له څیړنی وروسته د لیکلو لپاره څه بیا مومم ۲۷ ځکه زما عقل دا نه مني چې یو بندي ولېږم او پرهغۀ دلګول شویو تورونو په هکله ونه لیکم.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.