بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۲۶

د اګریپاس پاچا په مخکې د پولس وېنا

۱ بیا اګریپاس پولس ته وویل: تا ته اجازه ده چې خپله خبره وکړې، نو پولس خپل لاس جیګ کړ او پدې ډول یې خپله دفاع پېل کړه  ۲ ای اګریپاس پاچا! دا خپله نېک بختي ګڼم چې نن ستا په مخ کې د هغو ټولو تورونو په وړاندې دفاع وکړم کوم چې یهودو پرما لګولي دي  ۳ ځکه چې تاسو د یهودو پر ټولو دودونو او مسایلو باندی پوه یئ، نو لتاسو څخه هیله کوم چې په زغم سره زما خبرې واورې  ۴ لکه څرنګه چې له پېله مې په اورشلیم کې د خپل قام په منځ کې ژوند کاوه نو ټول یهودیان زما په چال چلند باندی پوهېږي  ۵ دوی ما له اوږدې مودې څخه پېژني او که وغواړي نو کولای شي چې ګواهي ورکړي چې زه یو فریسي وم کومه چې زموږ دمذهب تر ټولو سخته ډله ده  ۶ او اوس د هغې وعدې د امېد په سبب چې خدای زموږ نیکونو ته ورکړه پرما دعوی کوي  ۷ او دا چې زموږ دولس قبیلې د همدې وعدې د لاسته راوړلو په امېد شپه او ورځ په هڅه او کوښښ سره عبادت کوي، ای اګریپاس پاچا! په همدې تمه یهودو پرما دعوی کړې  ۸ او تاسو ولې دا خبره ناشونی ګڼئ چې خدای مړي را ژوندي کوي  ۹ ماهم دا خپله دنده ګڼله چې د عیسی ناصري پر خلاف ډېر څه وکړم  ۱۰ لکه څرنګه مې چې په اورشلیم کې هم وکړل او د هغۀ ځواک له امله چې له لوی مذهبي مشرانو څخه مې موندلی ؤ، ډېر سپېڅلي مې په زندان کې اچول او کله به یې چې هغوی وژل نو په فتوی کې مې یې هم لاس درلود  ۱۱ او په ټولو کنیسو کې مې په پرله پسی ډول هغوی کړول او مجبورول ترڅو کُفر ووایي او پر هغوی زما غصه دې اندازې ته ورسېده چې تر لرې ښارونو به مې څارل  ۱۲ پدې منځ کې کله چې د لوی مذهبي مشرانو په ځواک او اجازه دمشق ته روان وم  ۱۳ نو په لار کې ای پاچا! د غرمې پر مهال مې له آسمان څخه یوه رڼا ولیده چې له لمرڅخه ډېره ځلیدونکې وه، زما او زما له ملګرو څخه راچاپېره شوه  ۱۴ او کله چې ټول پر مځکه ولوېدو، نو آسمانی غږ مې واورېد چې په عبراني ژبه یې راته وفرمایل: ساؤله، ساؤله! ولې ما کړوې؟ پر میخونو باندې لغتی وهل آسانه کار ندی  ۱۵ ما وویل: مالکه! ته څوک یې؟ ویې فرمایل: زه عیسی یم کوم چې ته یې کړوې  ۱۶ خو پاڅېږه او پرخپلو پښو ودرېږه، زه ځکه تا ته ښکاره شوم ترڅو تا پر هغو شیانو چې زه دې پکې لیدلای یم او پرهغو شیانو چې تا ته به پکې ښکاره شم خادم او ګواه وټاکم  ۱۷ او زه به تا ته له خپلو خلکو او غېر یهودو څخه خلاصون درکړم کومو ته چې زه تا لېږم  ۱۸ ترڅو د هغوی سترګې پرانېزې او له تیارې څخه یې د رڼا او د شېطان له واک څخه یې د خدای لورته راوګرځوې، هغوی ته د ګناهونو بخښنه وشي او له هغو خلکو سره ځای ورکړل شي کوم چې پرما د ایمان راوړلو په وسیله سپېڅلي شوي دي  ۱۹ نو ای اګریپاس پاچا! هغه وخت مې د آسمانی رویا نافرماني ونکړه  ۲۰ لومړی مې هغوخلکو ته چې په دمشق، اورشلیم او د یهودیې په سیمو کې ؤ، او همدغه راز مې غېر یهودو ته هم اعلان وکړ چې توبه اوباسي، د خدای لوري ته راستانه شي او د توبي وړ عملونه ترسره کړي  ۲۱ د همدې کارونو له امله یهودو زه په سپېڅلي کور کې ونیولم او زما د وژنې تکل یې وکړ  ۲۲ خو له خدای څخه مې مرسته وموندله او تر نن ورځې پاتې شوم او له هغه څه پرته چې موسی او انبیاؤ ویلي چې رامنځ ته به شي بله هېڅ خبره نه کوم او لویو وړو ته یې اعلانوم  ۲۳ چې مسیح باید له ستونزو سره مخامخ شي، له مړو څخه به لومړی را ژوندی شي او پداسې کولو سره به هغه زموږ خلکو او غېر یهودو دواړو ته د رڼا اعلان وکړي  ۲۴ پولس په دې خبرو سره خپل سپیناوی کاوه چې فِستوس په لوړ غږ سره وویل: ای پولسه! ته لیونی یې او ستا د علم ډېرښت ته لیونی کړی یې  ۲۵ خو پولس وویل: ای دروند فیستوسه! لیونی نه یم بلکې د رېښتیا او هوښیارۍ خبرې کوم  ۲۶ ځکه د کوم پاچا په مخکې چې په زړورتیا سره دا خبرې کوم هغه لدی ټولو کارونو څخه خبر دی، ځکه زه یقین لرم چې دا یو حقیقت هم له هغۀ څخه پټ نه دی، ځکه چې دا کارونه په ګوښه ځای کي رامنځ ته شوي نه دي  ۲۷ ای اګریپاس پاچا! آیا پرانبیاؤ ایمان لرې؟ پوهېږم چې ایمان لرې!  ۲۸ اګریپاس پولس ته وویل: په لږ وخت کې مې تشویقوې ترڅو مسیحي شم؟  ۲۹ پولس وویل: له خدای څخه هیله کوم چې په لږ یا ډېر وخت کې، نه یواځې ته بلکې دغه ټول کسان چې نن زما خبرې اوري زما پشان شي، پرته لدې زولنوڅخه  ۳۰ نو پاچا، والي، برنېکي او د مجلس ټول برخه وال پاڅېدل  ۳۱ لاړل، یو له بل سره یې خبرې وکړې او ویې ویل: دې سړي هېڅ داسی عمل ندی کړی چې د هغۀ د مرګ یا بند لامل وګرځي  ۳۲ او اګریپاس، فِستوس ته وویل: که دې سړي خپله دعوی قیصر ته کړې نه وای نو د هغۀ آزادول شوني وو. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.