بائبل Bible
Pashton Bible

اعمالو ۲۷

د روم په لور روانېدل

۱ لکه څرنګه چې ټاکل شوی وه ایټالیا ته لاړشو نو پولس او څو تنه نور بندیان یې د اغُسطُس د لښکر یو افسر ته چې یولیوس نومېد وسپارل  ۲ په ادرامیتینی بېړۍ کې چې د آسیا د بندرونو په لور روانه وه سپاره شوو، په بحر کې روان شوو او ارسترخُس چې د تسالونېکیې د مکدونیې له خلکو څخه ؤ هم زموږ سره ؤ  ۳ بله ورځ په صیدون کې کوز شوو، یولیوس له پولس سره نرمي وکړه او اجازه یې ورکړه چې خپلو دوستانو ته لاړ شي ترڅو د هغۀ پاملرنه وکړي  ۴ له هغې ځای څخه روان شوو او د قبرص لاندې تېر شوو ځکه چې باد له مخالف لوري لګېده  ۵ د کلکیې او د پمفولیې له بحره له تېرېدو وروسته موږ په لکیه کې مېره نومي ښار ته راغلو  ۶ هلته افسر د سکندریې بېړۍ وموندله چې ایټالیا ته روانه وه او موږ یې په هغې کې سپاره کړو  ۷ او څو ورځې په کراره روانه وه، په ستونزو سره قیندوس ته ورسېدو، لکه څرنګه چې باد زموږ د مخالف لوري څخه ؤ نو د کریت لاندې سلموني ته مخامخ شوو  ۸ په ستونزه له هغه ځایه تېر شو او یو ځای ته چې په ښایسته بندر یادېږی او د لیسائیې ښار ته نېږدې دی ورسېدو  ۹ او کله چې ډېر وخت تېر شو او پدې وخت کې د بحر سفر ډېر خطرناک ؤ، ځکه د روژې ورځې تېرې شوې وې نو پولس هغوی ته مشوره ورکړه او ویې ویل ۱۰ ای خلکو! وینم چې په دې سفر کې به نه یواځې بار او بېړۍ ته، بلکې زموږ ځانونو ته هم ډېر زیان او ضرر ورسېږي  ۱۱ خو افسر د پولس پرځای د بېړۍ چلوونکي او د بېړۍ د مالک وېنا غوره وګڼله  ۱۲ او هغه بندر د ژمي تېرولو لپاره مناسب نه ؤ، ټولو غوره وګڼله ترڅو له هغه ځای څخه کډه وکړي او که چېرې شونې وی نو ځانونه فینېکس ته ورسوي کوم چې د کریت یو بندر، مخ سویل لویدیځ او شمال لویدیځ ته دی او ژمې هلته تېر کړي  ۱۳ او کله چې سویلي باد په لګېدو شو نو ګمان مو وکړ چې خپل مقصد ته ورسېدو، نو لنګر یې پورته کړ او د کریت له غاړې تېر شوو  ۱۴ خو لږ وخت تېر شوی نه ؤ چې یو سخت باد کوم چې د شمال څخه ؤ را والوت  ۱۵ په لږ وخت کې بېړۍ وزغلول شوه او ویې نشو کړای چې د باد په مخ کې مقاومت وکړي، نو هغه مو له لاسه ورکړه او بی واکه روانه شوه  ۱۶ په منډو منډو د کلاودا نومي جزیرې غاړې ته ورسېدو او په مشکله مو د بحري بېړۍ یوه وړه کشتۍ راونېوله  ۱۷ هغه یې را پورته کړه او په پړو سره یې د کشتۍ ملا وتړله، بیا هغوی وېرېدل چې د سیروتُس په شږو کې ونه نښلي نو بحرته یې لنګر ورکوز کړ او بېړۍ د باد په مخ روانه شوه  ۱۸ په بله ورځ کله چې طوفان پر موږ زورور شو نو د بېړۍ بار یې بهر وغورځاوه  ۱۹ او په دریمه ورځ مو د بېړۍ سامان په خپلو لاسونو بحرته وغورځاوه  ۲۰ کله مو چې ډېرې ورځې لمر او ستوري ونه لیدل او سخت طوفان پر موږ راتلونکې ؤ نو موږ ته د ژغورنې هېڅ ډول هیله او امېد پاتی نشو  ۲۱ لکه څرنګه چې هغوی له ډېرو ورځو څخه اوږي وو نو پولس د هغوی په منځ کې ودرېد او ویې ویل: ای خلکو! تاسو باید له کریت څخه د سفر نه کولو په هکله زما خبره منلې وای او پدې توګه به له زیان لیدو نه ساتل شوي وای  ۲۲ او اوس هم تاسو ته نصیحت کوم چې زړونه مه بایلئ، پتاسو کې یو تن به هم خپل ژوند له لاسه ورنکړي خو بېړۍ به غرقه شي  ۲۳ ځکه چې بیګا د هغه خدای چې زه د هغۀ یم او د هغۀ عبادت کوم یوه فرښته ما ته راښکاره شوه  ۲۴ او ویې ویل: ای پولسه! مه وېرېږه، ته باید د قیصر پروړاندې ودرېږې او خدای لتا سره ستا د سفر د ټولو ملګرو ذمه واري کړې ده  ۲۵ نو ای خلکو! حوصله وساتئ، ځکه چې زه ایمان لرم لکه څرنګه چې ما ته ویل شوي هماغه شان به وشي  ۲۶ خو موږ به خامخا د یوې جزیرې پغاړه وغورځول شو  ۲۷ او کله چې څوارلسمه شپه شوه او موږ لا د آدریې په بحر کې په بېړۍ کې یو لور او بل لور ته روان وو نو په نیمه شپه کې بېړۍ چلوونکو ګمان وکړ چې وچه نږدی ده  ۲۸ نو کله چې هغوی اندازه واخیسته نو ژوروالی یې څلوېښت متره تخمین کړ او لږ وخت وروسته یې چې کله اندازه وکړه نو دېرش متره ؤ  ۲۹ هغوی وېرېدل چې بېړۍ له ګټانو سره ونه لږېږي نو پدې هیله یې د بېړۍ د شا له لوري څلور لنګرونه واچول او دسهار کېدو لپاره یې دعا وکړه  ۳۰ خو بېړۍ چلوونکو تکل درلود تر څو وتښتي او پدې پلمه چې ګواکې د بېړۍ له څوکۍ څخه لنګرونه اچوي وړه کشتۍ یې بحر ته وغورځوله  ۳۱ نو پولس افسر او عسکرو ته وویل: که چېرې دوی په بېړۍ کې پاتې نشي نو زموږ ژغورنه ناشونی ده  ۳۲ نو هماغه وخت عسکرو د وړه کشتۍ پړي غوڅ کړل ترڅو وغورځېږي  ۳۳ کله چې ورځ نږدی شوه نو پولس له ټولو څخه وغوښتل ترڅو څه وخوري او ویې ویل: نن څوارلسمه ورځ ده چې انتظار مو وېستلی، څه مو خوړلي نه دي او اوږي یاست  ۳۴ نو زما غوښتنه دا ده چې خوراک وکړئ ترڅو وژغورل شئ او پتاسو کې به دهېچا د سر یو وېښته هم کم نشي  ۳۵ لدې وېنا وروسته هغۀ د ټولو په مخکې ډوډۍ واخیسته، د خدای شکر یې وویست، ماته یې کړه او په خوراک یې پېل وکړ  ۳۶ د ټولو زړونه ځواکمن شول او ډودۍ یې وخوړه  ۳۷ په بېړۍ کې زموږ د ټولو شمېره دوه سوه او شپږ اویا تنه وو  ۳۸ کله چې په خوراک ماړه شول نو غنم یې په بحر کې وغورځول ترڅو بېړۍ سپکه شي  ۳۹ بیا کله چې ورځ شوه نو مځکه یې ونه پېژندله خو یو خلیج یې ولید چې غاړه یې لرله نو مشوره یې وکړه، که چېرې امکان ولري نوبېړۍ به هلته وخېژوو  ۴۰ نو د لنګرونو پړي یې غوڅ کړل او بحر ته یې وغورځول، د ماڼو پړي یې هم خلاص کړل، بادبان یې د باد پر مخ پرانیست او د ساحل په لور روان شول  ۴۱ خو بېړۍ یو شږلن ځای ته ورسېده، د بېړۍ څوکه ولګېده او ونښته او وروستنۍ برخه یې د څپود زور له امله ماته شوه  ۴۲ هغه وخت عسکرو تکل وکړ چې بندیان ووژني ترڅو څوک په لامبو وهلو سره ونه تښتي  ۴۳ خو افسر چې غوښتل پولس آزاد کړي هغوی یې لدې ارادې څخه منع کړل او ویې ویل: هرڅوک چې په لامبو وهلو پوهېږي نو لومړی دی بحر ته ودانګي او ځان دې وچې ته ورسوي  ۴۴ او نور به ورپسې ځینې پرتختو او ځینې د بېړۍ پرټوټو ورځي او پدې ډول ټول په سلامتۍ سره وچې ته ورسېدل. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.