اعمالو ۲۸
پولس په مالټا کې
۱ او کله چې موږ په خیریت سره هلته ورسېدو نو پوه شوو چې د جزیرې نوم مالټا دی ۲ او د جزیرې اوسېدونکو زموږ ډېر درناوی وکړ ځکه چې باران شروع شوی ؤ او سخته یخني وه، هغوی موږ ته اور بل کړ او موږ یې ومنلو ۳ لکه څرنګه چې پولس یو څه لرګي را ټول کړي وو او غوښتل یې چي په اور یې کېږدي نو د ګرمښت له امله یو زهري مار را ووت او د هغۀ په لاس ونښته ۴ او کله چې د جزیرې اوسېدونکو د هغۀ له لاس څخه مار تاو شوی او ځوړند ولید نو یو بل ته یې وویل: بېشکه چې دغه سړی قاتل دی او سره لدې چې ځان یې له بحر څخه وژغوره، خو د خدای عدل به هغه ژوندي اوسېدو ته پرېنږدي ۵ نو هغه مار یې په اور کې وغورځاوه او هېڅ زیان یې ونه لید ۶ نو هغوی انتظار کاوه چې یا به هغه وپړسېږي او یابه ناڅاپه ولوېږي او مړ شي، خو ویې لیدل چې هغۀ ته هېڅ ډول زیان ونه رسېد، نو هغوی خپل خیال بدل کړ او ویې ویل چې دا کوم خدای دی ۷ او په هغه سیمه کې د جزیرې د مالک پوبلیوس مځکې او جایداد ؤ، هغۀ موږ خپل کور ته وغوښتو او درې ورځې یې په درناوي سره میلمستیا راکړه ۸ او داسې وشول چې د پوبلیوس پلار د تبې او اسهال په ناروغۍ اخته پروت ؤ، نو پولس د هغۀ خوا ته ورغی، پر هغۀ یې لاس کیښود او روغتیا یې ورکړه ۹ او کله چې دا کار وشو نو د جزیرې ټول ناروغان راغلل او روغتیا یې و موندله ۱۰ او هغوی زموږ ډېر درناوی وکړ او کله چې روانیدو نو، هغه څه چې لازم ؤ زموږ لپاره یې حاضر کړل.پولس په روم کې
۱۱ او له درې میاشتو وروسته موږ په هغې بېړۍ کې روان شو چې ژمی یې په جزیره کې تېرکړی ؤ، دغه بېړۍ دسکندریې وه چې په مخامخ څوکه یې د دوو معبودانو نخښې جوړې شوې وې ۱۲ موږ په سرکیوس ښارکې راکوز شو او هلته درې ورځې تم شو ۱۳ بیا له هغې ځایه را تېر شو او ریګیون ته ورسېدو او له یوی ورځې وروسته سویلي باد راوالوت او په دویمه ورځ پوتېلي بندرته ورسېدو ۱۴ هلته مو وروڼه وموندل او د هغوی د غوښتنې په اساس اووه ورځې پاتی شو او پدې ډول روم ته ورسېدو ۱۵ او کله چې د هغې ځای وروڼه زموږ څخه خبرشول نو تر ایپیوس او دریو سرایونو پورې زموږ هرکلي ته راغلل، کله چې پولس هغوی ولیدل نو د خدای شکر یې وویست او زړه یې ځواکمن شو ۱۶ او کله چې موږ روم ته ورننوتو نو پولس ته د یواځې اوسېدو اجازه ورکړل شوه او یو عسکر د هغۀ د څوکیدارۍ لپاره وټاکل شو ۱۷ درې ورځې وروسته پولس د یهودو مشران راوبلل او کله چې را ټول شول نو ورته یې وویل: ای خوږو ورونو! سره لدې چې ما د خپل قام او نیکونو د دودونو پرخلاف هېڅ ډول عمل نه دی کړی خو بیا هم زه په اورشلیم کې وتړل شوم او د رومیانو لاسونو ته یې وسپارلم ۱۸ او کله چې له پلټنې وروسته زما د اعدامولو هېڅ وجه ونه موندل شوه نو رومیانو غوښتل چې ما خوشې کړي ۱۹ خو کله چې یهودو ونه منله نو لاچار خپله دعوی مې قیصر ته راوړه نه ددې لپاره چې له خپل قام څخه شکایت وکړم ۲۰ نو لدې کبله مې اوس وغوښتل چې تاسو سره ووینم او خبرې درسره وکړم ځکه چې د اسرائیلو د امېد په موخه په دې زنځیر تړل شوی یم ۲۱ نو هغۀ ته یې وویل: موږ ته ستا په هکله له یهودیې څخه هېڅ ډول لیک ندی راغلی او کوم وروڼه چې له هغه ځایه راغلي ستا په هکله یې هېڅ ډول بده خبره نده کړې ۲۲ خو غوره مو وګڼله چې لتا څخه ستا مقصد واورو، ځکه موږ ته معلومه ده چې دې ډلی ته په هرځای کې بد وایي ۲۳ او کله یې چې د هغۀ لپاره ورځ وټاکله نو ډېر به د هغۀ کور ته راتلل، هغوی ته یې له سهاره ترماښامه د خدای پاچاهي بیانوله او دغۀ ګواهي یې ورکوله او دا کوښښ یې کاوه چې د موسی د تورات او د انبیاوله صحیفو دواړو نه هغوی د عیسی په هکله قائل کړي ۲۴ نو ځینو د هغۀ په خبرو ایمان راوړ او ځینو ایمان را نه وړ ۲۵ یو له بل سره بحثونه کول او له هغۀ څخه بېل شول، وروسته له هغې چې پولس ورته دا خبره وکړه: سپېڅلی روح د اشعیا نبي پوسیله زموږ نیکونو ته څومره ښه ویلي وو چې ۲۶ دې خلکو ته ورشه او ورته ووایه چې، تاسو به خامخا واورئ خو پوه به نشئ او په رېښتیا چې وبه ګورئ خو درک به نکړئ ۲۷ ځکه چې د دې خلکو زړه سخت شوی دی او په درندو غوږونو اوري او سترګې یې پټې کړي، ګواکې چې په سترګو وویني، په غوږونو واوري، په زړه پوه شي او را وګرځي ترڅو هغوی ته روغتیا ورکړم ۲۸ نو تاسو ته دې مالومه وي چې د خدای ژغورنه غېر یهودو ته رالېږل کېږي او هغوی به یې واوري ۲۹ او کله یې چې دا وویل نو یهودیان لاړل او یو له بل سره یې ډېر بحثونه وکړل ۳۰ او پولس دوه کاله په خپل لګښت اوسېده او هرڅوک چې ورته راتلو، نو هغه یې منلو ۳۱ د خدای د پاچاهۍ موعظه یې کوله، په بشپړه زړورتیا او پرته له کوم بندیز یې د مالک عیسی مسیح په هکله تعلیم ورکاوه.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.